د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د ولسي جرګې د لوړو زده کړو کمیسيون له غړو سره ولیدل

ناپیژنده (not verified)
چهارشنبه ۱۳۹۸/۹/۱۳ - ۱۰:۳۴
دیدار

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د ولسي جرګې د ديني، فرهنګي، پوهنې او لوړو زده کړو کمیسيون له غړو سره په لیدنه کې د دې وزارت په پروګرامونو خبرې وکړې.

پوهنمل عبدالتواب بالاکرزي د لوړو زده کړو سرپرست وزیر او علمي مرستیال په داسې حال کې چې د محصلانو چارو معین، د دې وزارت یو شمېر رئیسان او د آزموینو ملي ادارې رئیس هم موجود وو، د لوړو زده کړو وزارت د وروستيو پروګرامونو او کړنو په اړه معلومات ورکړل او له یاد کمیسیون څخه يې د دې وزارت د قوانينو، مقرراتو، لوایحو او کړنلارو په پلي کولو کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.

د ولسي جرګې د ديني، فرهنګي، پوهنې او لوړو زده کړو کميسیون غړو په دې تړاو د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ او د مرکز او ولایاتو دشپې پوهنتونو د محصلانو يو شمېر وړانديزونه او غوښتنې يې شريکې کړې، چې د لوړو زده کړو وزیر لخوا د قانون او مقرراتو په رڼا کې معلومات ورکړل شول او تر څنګ يې ژمنه وشوه چې دا ډول ستونزو ته به له قانوني لارو رسیده ګي وشي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۹ - ۱۶:۶
Background image

د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون ماسټري برنامو ۹ څانګو څخه ۲۱۰ تنه محصلین فارغ او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې شول.

 

په همدې مناسبت جوړه شوې فراغتغونډه کې د چارو ادارې لوی رئیس، د لوړو زده کړو وزارت علمي او مالي او اداري چارو معین صاحبانو، د پوهنې وزارت د کیفیت لوړاوي معین، د مرکزي پوهنتونونو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۶ - ۱۳:۵۵
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د غزني پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ګډون تر څنګ، په دغه پوهنتون کې د ۳۶ میلیونه افغانیو په لګښت يوه پروژه افتتاح او دوې نورې ګټې اخیستنې ته وسپارلې

 

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم غزني ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د غزني پوهنتون پنځو پوهنځيو څخه د ۳۹۰ تنو محصلینو په فراغتغونډه کې د ګډون او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۵ - ۱۱:۴۳
Background image

د نږدې ۷ میلیونه افغانیو په لګښت په ننګرهار پوهنتون کې د مرکزي لیلیې د شپږو بلاکونو د ترمیم او بیارغونې چارې روانې دي


د یاد پوهنتون د مرکزي لیلیې ۶ بلاکونه، چې له تېرو څو کلونو راهیسې ترې استفاده نه کېده او ځینې برخې یې تخریب شوې وې، د لوړو زده کړو وزارت له بودیجې څخه ترمیمېږي.
یاد بلاکونه ټولټال ۱۴۴. . .

BACK TO NEWS