د لوړو زده کړو وزارت یو څلور کسیز پلاوي پکتیا پوهنتون ته سفر ترسره کړ
سه شنبه، ۲۴ کب ۱۴۰۰
د لوړو زده کړو وزارت یو څلور کسیز پلاوي پکتیا پوهنتون ته سفر ترسره کړ.
یاد پلاوي چې مشري یې د لوړو زده کړو وزارت د تضمین کیفیت رئیس شاکرالله وحیدي کوله، د پکتیا پوهنتون له رئیس پوهنمل عبیدالله اخندزاده، فوق العاده استازي قاضي عبدالواحد همت او یو شمیر مسؤلینو سره د لیدنې ترڅنګ په یاد پوهنتون کې د تضمین کیفیت او اعتبار ورکونې ورکشاپ دایر کړ.
په یاد ورکشاپ کې د لوړو زده کړو وزارت تضمین کیفیت رئیس شاکرالله وحیدي وویل: د هېواد په ټولو زونونو کې یې د تضمین کیفیت او اعتبار ورکونې ورکشاپونه دایر کړي او هغه معیارونه یې ورته واضیح کړي چې په اساس یې پوهنتونونه پرمختګ کولای شي.
د نوموړي په خبره، پوهنتونونه هغه وخت له کیفیت او اعتبار ورکونې څخه برخمن کیږي، چې له رئیس څخه تر عادي مامور پوري ټول خپل مسؤلیتونه ادا کړي.
بل لور ته د یاد پوهنتون رئیس پوهنمل عبیدالله اخندزاده د لوړو زده کړو وزارت څخه وغوښتل چې پکتیا پوهنتون ته خاص پاملرنه وکړي او هیله یې وښوده چې په راتلوونکي کې یې په زون کې د ماسټرۍ او دوکتورا پروګرامونه پیل شي.
د یادونې وړ ده ، چې د لوړو زده کړو وزارت د تضمین کیفیت او اعتبار ورکونې دغه ورکشاپونه د لومړي ځل لپاره د نوي نظام په راتلو سره د زونونو په کچه ورکول کیږي، چې نن سه شنبه او سبا چهارشنبه به په پکتیا پوهنتون کې دوام ولري.