د لوړو زده کړو وزارت د دولتي محصلانو چارو رئیس حامد یعقوبي د مرکزي پوهنتونونو د محصلانو له مرستیالانو سره ناسته وکړه
۱۴۴۳هـ.ق، د شعبان ۲۷مه
د لوړو زده کړو وزارت د دولتي محصلانو چارو رئیس حامد یعقوبي د مرکزي پوهنتونونو د محصلانو له مرستیالانو سره ناسته وکړه.
په دغه ناسته کې د مرکز څلورو (کابل، کابل پولي تخنیک، کابل طبي او ښوونې او روزنې) پوهنتونونو د محصلانو چارو مرستیالانو په یادو پوهنتونونو کې د تشدیدي درسونو د څرنګوالي په اړه راپور ورکړ او همدارنګه ستونزو او وړاندیزونه یې وړاندې کړل.
د لوړو زده کړو وزارت د دولتي محصلانو چارو رئیس د مرکز څلورو پوهنتونونو د مسؤلانو له هڅو مننه وکړه او د ستونزو د حل ډاډ یې ورکړ.
په یاده ناسته کې د لېسانس دورې د روزنیزې مقررې په اړه هم بحث وشو او د یادو پوهنتونونو د محصلانو چارو مرستیالانو ته دنده وسپارل شوه، چې خپلې طرحې د یوې اونۍ په جریان کې ترتیب او راتلونکې ناسته کې یې وړاندې کړي.