د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون علمي کادري بست خبرتیا !

Closing Date
کابل ښوونې او روزنې پوهنتون بیا ځل لپاره لاندې څانګه کې د ۱۴۴۴ هـ.ق کال لپاره دوکتورا او ماسټرۍ په کچه علمي کادرونو ته اړتیا لري:
د مسلکي او تربیتي علومو پوهنځی :
ښوونيز مدیریت ډيپارټمنټ (۱) بست.
داوطلبان کولای شي، چې د ۲۷ /۱۲/۱۴۴۴ هـ.ق څخه تر ۸ /۱ /۱۴۴۵هـ.ق پورې یادو علمي کادري بستونو ته د نوم لیکنې په موخه خپلې غوښتنپاڼې ډکې، د نمرو اصل ټرانسکرېپټ او د همدې اعلان کاپي دي د وزارت له وېبپاڼې څخه ترلاسه او د خپلې تذکرې له کاپي سره یوځای اړونده پوهنتون ته وسپاري.