کار موندنې خبرتیا!
Publish Date
Closing Date
د لوړو زده کړو وزارت مرکزي ریاستونو او ( کابل، کابل طبي علومو، کابل پولي تخنيک ، کابل ښوونې او رزونې، هرات، کندز، جوزجان، ننګرهار، شيخ زايد او پکتیا) پوهنتونونو (۶۱) (NTA) بستونه د [ ۱۴۰۲هـ ش تلې۱۳مې ] نېټې څخه تر [ ۱۴۰۲هـ ش کال ۲۵مې ] نېټې پورې اعلان ته سپاري.
په شرایطو برابر داوطلبان کولای شي، یادو بستونو د غوښتنپاڼې فورمې په حضوري بڼه د کابل څلورمې کارته لوړو زده کړو وزارت بشري سرچينو ریاست د کار کوونکو ګمارنې آمريت او اړونده پوهنتونونو کې د بشري سرچينو آمريتونو څخه ترلاسه کړي او ډکولو وروسته د تذکرې کاپي، تائيد شویو تحصيلي اسنادو، کاري تجربې او CV سره بېرته یادو مراجعو ته وسپاري.
همدارنګه داوطلبان کولای شي د غوښتنپاڼې فورمې د لوړو زده کړو وزارت له (mohe.gov.of) ویب سايټ څخه ترلاسه او ډکولو وروسته او د یاد اعلان د ختمېدو نېټې څخه وړاندې د کارکوونکو د ګمارنې امريت ته وسپاري.
د لا زیاتو معلوماتو ترلاسه کولو لپاره داوطلبان کولای شي په لاندې شمېره اړيکه ونيسي او خپلې ستونزې حل کړې.
د اړيکو شمېره: ۰۲۰۲۵۰۰۳۰۲