د لوړو زده کړو وزارت خبرتیا

baqir_admin
ل

د ازبيکي ژبو او ادبياتو پوهنځي هغه فارغ التحصيلان چې اسناد يې تر دې وړاندې د ازبيکستان له علي شير نوايي پوهنتون څخه اجراء شوي دي او يو شمېر يې د خپلو اسنادو د تاييدي له پاره د هېواد د لوړو زده کړو وزارت ته راغلي دي، خبر ورکول کېږي چې ډېر ژر خپل هغه اسناد (ديپلوم او ترانسکرپت) چې تخنيکي ستونزې يې لرلې، د له سرحد بهر اسنادو ارزونې رياست ته يې وړاندې کړي او په بدل کې يې خپل هغه نوی ديپلوم او ترانسکرپت چې لوړو زده کړو وزارت ته را رسېدلي دي، د بهرنيو چارو وزارت د اجرااتو له پاره له دې رياست څخه تسليم کړي.

د يادولو وړ ده چې د خپلو اسنادو د اجرا کولو له پاره، د اسنادو د ارزونې د فورم بشپړول او د ارزونې د حق الخدمت ورکول، د تحصيلي دورې د وېزې او پاسپورت اصلي فورم راوړل، د تذکرې کاپي او د دوولسم او څوارلسم ټولګي د شهادت نامې اصلي فورم راوړل چې اسناد يې د دې رياست او ارزونې د کميسيون له لوري، د له سرحد بهر تحصيلي اسنادو د ارزونې له مقررې سره سم ډېر ژر و ارزول او تاييد شي. د ډېرو معلوماتو له پاره په لاندې شمېرو هم اړيکه نيوی شئ:

 0202500048

 0202503829

Latest announcements

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۲ - ۹:۱۸
Background image

د عالیې او عالمیې مرحلو د ازموینې پایلو اعلان


د غور، دایکندي او بدخشان ولایتونو ټولو هغو علماء کرام ته چې د ۱۴۴۶هـ.ق کال د شوال میاشتې عالیې او عالمیې مرحلو شپږ ورځنۍ ازموینې کې یې ګډون کړی او بریالي شوي، کولی شي په لاندې لینک کې . . .

Back to announcements