د مکسیکو کالج روزنیز پروګرام خبرتیا

baqir_admin
ل

په تهران کې د مکسیکو سفارت په رسمي توګه خبر ورکوي چې د مکسیکو (COLMEX) کالج د ۲۰۲۱ کال، د جون ۲۸ څخه د جولای تر ۲۳ نېټې پورې د انګرېزي ژبې په برخه کې د اوړي نړیوال پروګرام جوړ کړي.

یاد کالج ټولو ممتازو زدکړیالانو ته خبر ورکوي چې د summerprogram@colmex.mx برېښنالیک له لارې په مستقیم ډول له کالج سره اړیکه ونیسي او ډکې شوې فورمې او د غوښتل شوو اسنادو PDF په انګرېزي ژبه ترتیب او د ۲۰۲۱ کال د اپرېل ۳۰نېټې پورې هغوی ته وسپاري. د دغه روزنیز پروګرام تمرکز پر مکسیکو او د لاتین امریکا پر واقعیتونو دی. د دغه پروګرام په کورسونو کې به ژبې او ادبیات تاریخ او سیاسي علوم، اقتصاد، ټولنه او چاپېریال، اسپانیایي ژبه او د لاتین امریکا کلتور شامل وي. سربېره پر اکاډیمکو کوروسونو به د کلتوري فعالیتونو ټولګي او د زدکړیالانو له اړتیا سره سم د اسپانیایي ژبې ټولګي هم په وړیا ډول جوړل شي

مینوال کولی شي د لازیاتو معلوماتو لپاره د پروګرام همغږي کوونکوو ښاغلي L. Alejandra Gonzalez Barajas او اغلې IngridBetancourt سره په ۵۲۵۵۵۴۴۹۳۰۰۰+ شمېره او summerprogram@colmex.mx برېښنالیک اړیکه ونیسئ. د دغه پروګرام جزئیات د یاد سفارت په رسمي پاڼه کې شته دي.

په دغه روزنیز پروګرام کې د ګډون بیه (۷۵۰) امریکایي ډالره ده، خو هغه زدکړیالان چې د ۲۰۲۱ کال د مې میاشتې تر ۱۹ نېټې ورکړي(۵۰) امریکایي ډالره تخفیف به ورکړل شي.

دانلود

Latest announcements

دوشنبه ۱۴۰۰/۲/۲۰ - ۱۰:۴۴
Background image

په ۱۴۰۰ کال کې د هېواد د تودو ولایتونو د دولتي او خصوصي بنسټونو د اکاډمیک مهالوېش د بیاکتنې په هکله د لوړو زده کړو وزارت خبرتیا

د ۱۴۰۰ تحصیلي کال د سمستر پیل په اړه د هېواد تودو ولایتونو د لوړو زده کړو بنسټونو لخوا د لیکلو طرحو د استولو او د زدکړیالانو د پرله پسې غوښتنو پر بنسټ د زدکړیالانو د چارو معینیت شورا . . .

چهارشنبه ۱۴۰۰/۲/۱۵ - ۹:۴۰
Background image

په دولتي تحصیلي بنسټونو کې د تبدیلۍ پروسې په اړه د لوړو زده کړو وزارت خبرتیا!

ټول هغه زدکړیالان دې خبر وي چې غواړي له یوه تحصیلي بنسټ څخه بل ته ځان تبدیل کړي؛ د لېسانس روزنیزې دورې او د زدکړیالانو چارو د معینیت شورا د ۱۸/۹/۱۳۹۹ نېټې د پرېکړې پر بنسټ، تبدیلۍ د . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۲/۷ - ۹:۲۰
Background image

د ۱۳۹۸/۱۳۹۹ کال کانکور لوړو نمرو لرونکو لپاره د قزاقستان هېواد تحصیلي بورسونو خبرتیا!

د قزاقستان هېواد د سېول انجنیرۍ، جیولوجې، کرنې او اقتصاد په برخو کې د ۱۶ بورسونو خبر ورکړی دی. یاد بورسونه د لوړو زده کړو وزارت درانه مقام له سپارښتنې سره سم د کانکور لوړو نمرو لرونکو، . . .

Back to announcements