د هندوستان هیواد د MATS پوهنتون (په تحصیلي فیس کې) له تخفیف سره د لیسانس او ماسترۍ په کچه د تحصیلی بورسونو خبرتیا
Due
-
د هندوستان هیواد د MATS خصوصي پوهنتون یوازي په تحصیلي فیس کې له ۵۰ او ۷۰ سلنې تخفیف سره د لیسانس او ماسترۍ په کچه د تحصیلی بورسونو د ورکړي خبر ورکړی دی.
د بورسونو شرایط او د اړتیاوړ سندونه:
- د لیسانس لپاره، دغوښتونکې د ښونځې د دریو وروستیو کلنو سلنه باید ۷۰٪ وي.
- د ماسترۍ لپاره، د غوښتونکې د پوهنتون د نمرو سلنه یې باید ۶۵٪ وي.
- الکترونیکې پاسپورټ
- تحصیلي څانګې د دغې خبرتیا سره په ضمیمه شوو پاڼو کې یادې شوي دي.
نو هغه غوښتونکي چې د یادو بورسونو د نوم لیکنې مینوال وی کولی شي، له خپلو اصلي تعلیمي سندونو شهادتنامه او د تابعیت تذکره سره د ۱۳۹۹/۱۰/۱۸ نیټې څخه مخکې د سندونو د لاسته راوړلو لپاره د لوړوزده کړو وزارت د پذیرش عمومي ۲۱ مې شمیري غرفې ته ورشي .
د یادونې وړ ده چې نور لګښت لکه اوسیدول، د خوراک او څښاک، ویزه او د تګ او راتګ لګښت پکې شامل دي، د محصل په غاړه دي.