د کابل ښاروالۍ د ټولنیزواو فرهنګې چارو معییت خبرتیا

ناپیژنده (not verified)

د کابل ښاروالۍ په پام کې لري چې ( ښار ته د نوي لید ملی کنفرانس)  تر نوم لاندې د روان کال د سلواغې میاشتې له پیل نه د ۲۰۲۰ د جنوري تر پایه د علمي مرکزونو، پوهنتونونو، ادارو او د کنفرانس ملي او نړیوالو سازمانونو په همکارۍ یو کنفرانس په کابل ښار کې په لاره واچوي.

له همدې امله له ټولو هغو اداري مرکزونو ، سازمانونو ، څیړونکو، چې د ګدون لیوال دي بلنه  کیږي چې د ۱۳۹۸ کال د لیندۍ میاشتې تر پایه  د کنفرانس د محورونو پورې اړوند خپلې همکارۍ ، مقالې ، لیکنې او علمې آثار د کنفرانس دارالانشا له لاري شریک کړي او په کنفرانس کې له خپل ګدون څخه موږ ډاډمن کړئ.

د یادونې وړ ده چې د کنفرانس  د بلنې، علمي محورونو او د کنفرانس  تنظیم کونکو سره د اړیکو لارې موجودي دی. د کنفرانس په اړه نور معلومات ، شرطونه او دقیقې نیټه به وروسته د کابل ښاروالۍ د انترنیټې سایټ د www.km.gov.af  له لارې خپاره اواطلاع رسونې به شي.

اطلاعیه

اطلاعیه

Latest announcements

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۲ - ۹:۱۸
Background image

د عالیې او عالمیې مرحلو د ازموینې پایلو اعلان


د غور، دایکندي او بدخشان ولایتونو ټولو هغو علماء کرام ته چې د ۱۴۴۶هـ.ق کال د شوال میاشتې عالیې او عالمیې مرحلو شپږ ورځنۍ ازموینې کې یې ګډون کړی او بریالي شوي، کولی شي په لاندې لینک کې . . .

Back to announcements