د کارکوونکو او محصلینو لپاره د طیارې ټکټونو ځانګړي تخفیف اړوند د لوړو زده کړو وزارت خبرتیا!

ameen_admin
dskkjsdkjds


د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت د مکتوب پر اساس؛ د کام ایر هوایي شرکت د ټولو وزارتونو او امارتي ادارو کار کوونکو او همدارنګه تحصیلي بنسټونو محصلینو لپاره د یو طرفه او دوه طرفه ټکټونو په بیو کې ځانګړی تخفیف ورکوي. 
د یاد مکتوب پر اساس په داخلي او بهرني پروازونو کې کار کوونکو ته ۱۰ سلنه او محصلینو ته په بهرنیو سفرونو کې ۱۵ سلنه تخفیف په پام کې نیول شوی دی.  
د یادونې وړ ده چې دغه تخفیف د ۱۴۰۲هـ.ش کال د جدي میاشتې له ۲۵ نېټې څخه راپدیخوا د اجرا وړ دی او ټول کارکوونکي او محصلین کولی شي، چې د خپل هویت کارت په درلودلو سره له یاد تخفیف څخه ګټه واخلي.

Latest announcements

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۲ - ۹:۱۸
Background image

د عالیې او عالمیې مرحلو د ازموینې پایلو اعلان


د غور، دایکندي او بدخشان ولایتونو ټولو هغو علماء کرام ته چې د ۱۴۴۶هـ.ق کال د شوال میاشتې عالیې او عالمیې مرحلو شپږ ورځنۍ ازموینې کې یې ګډون کړی او بریالي شوي، کولی شي په لاندې لینک کې . . .

Back to announcements