د لوړو زده کړو د بنسټونو د رخصتۍ په اړه د لوړو زده کړو د وزارت خبرتیا!

baqir_admin
g

د افغانستان د جمهوري اسلامي دولت د کابينې د ۲۶/۸/۱۳۹۹ نېټې د ۲۵مې شمېرې د پرېکړې له مخې، د کرونا ددويمې څپې د راتګ له کبله د لوړو زده کړو ټول پوهنتونونه، د دولتي او خصوصي لوړو زده کړو موسسې (لېسانس، ماسټري او دوکتورا) د لېندۍ مياشتې له ۸مې نېټې څخه د روان کال د کب مياشتې تر ۵امې نېټې پورې رخصت دي.

د لوړو زده کړو ټول دولتي او خصوصي بنسټونه مکلف دي چې پاتې درسونو ته په غيرحضوري (انلاين ډول) ادامه ورکړي.

د حضوري درسونو د پيل او د دې سمستر د وروستيو ازموينو د اخيستو له پاره به محصلينو ته وروسته احوال ورکړل شي.

 

د لوړو زده کړو وزارت

Latest announcements

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۲ - ۹:۱۸
Background image

د عالیې او عالمیې مرحلو د ازموینې پایلو اعلان


د غور، دایکندي او بدخشان ولایتونو ټولو هغو علماء کرام ته چې د ۱۴۴۶هـ.ق کال د شوال میاشتې عالیې او عالمیې مرحلو شپږ ورځنۍ ازموینې کې یې ګډون کړی او بریالي شوي، کولی شي په لاندې لینک کې . . .

Back to announcements