د ښځو لپاره د لېسانس دورې په کچه د اسیایي پوهنتون (بنګله دېش هېواد) د تحصیلي بورسونو خبرتیا!

baqir_admin
ل

د اسیایي پوهنتون (بنګله دیش هېواد) د تحصیلي بورسونو ۶۸ تنو ښځینه نوماندانو ته خبر ورکول کېږي، چې په پام کې ده د یادو بورسونو له نوماندانو څخه د برک موسسې کارکوونکي، د یاد پوهنتون پلاوی د لوړو زده کړو وزارت په همکارۍ د ۱۴۰۰ کال د غبرګولي په ۱۰مه چې د ۲۰۲۱ کال د مې له ۳۱مې سره سمون لري، په ۸:۳۰ بجو ازموینه واخلي.

نو ټول نوماندان کولای شي چې په یاده نېټه د ازموینې لپاره د لوړو زده کړو وزارت د کنفرانسونو تالار ته راشي.

د یادولو ده چې نوماندان باید ازموینې ته ننوتو پر مهال لاندې اسناد له ځانه سره ولري.

          اصلي شهادتنامه

          د تابعیت اصلي پېژندپاڼه

          د ازموینې کارت (د ازموینې کارت د برک موسسې له لوري وېشل کېږي)

د (۶۸) کسه نوماندانو د نومونو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ.

دانلود

دانلود

دانلود

Latest announcements

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۲ - ۹:۱۸
Background image

د عالیې او عالمیې مرحلو د ازموینې پایلو اعلان


د غور، دایکندي او بدخشان ولایتونو ټولو هغو علماء کرام ته چې د ۱۴۴۶هـ.ق کال د شوال میاشتې عالیې او عالمیې مرحلو شپږ ورځنۍ ازموینې کې یې ګډون کړی او بریالي شوي، کولی شي په لاندې لینک کې . . .

Back to announcements