داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا !
Publish Date
Closing Date
عنوان: د ۱۴۰۲ هـ ش مالي کال لپاره د علي آباد تدریسي روغتون اړتیا وړ دوه ډوله تيلو( پطرول او ډيزل) د تهیه او تدارک پروژه.
داوطلبۍ ته د بلنې شمېره: MOHE/1402/NCB/G-057
د لوړو زده کړو وزارت په شرایطو برابرو ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د ۱۴۰۲ هـ ش مالي کال لپاره د علي آباد تدریسي روغتون اړتیا وړ دوه ډوله تيلو( پطرول او ډيزل) د تهیه او تدارک پروژې داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړی، او د پروژې شرطنامه د لوړو زده کړو وزارت د تدارکاتو ریاست څخه ترلاسه کړي. خپل افرونه د شرطنامې اصولو مطابق او د تدارکاتو طرزالعمل سره سم، په یوه سر بند پاکټ کې د اعلان د نشر له نېټې څخه د {30/09/1402} نېټې د پنجشنبې ورځې د سهار تر ( ۰۰: ۱۰) بجو پورې د لوړو زده کړو وزارت د تدارکاتو ریاست ته، چې د افغانستان، کابل، درېيمه ناحيه په څلورمه کارته کې موقعیت لري، سپارلی شي. ناوخته او د انټرنیټ له لارې رارسېدونکې غوښتنې نه منل کېږي.
د افر تضمین د بانکي ګرنټۍ او یا نغدو پيسو (380,000) افغانیو په اندازه وړاندې کېږي
یادونه! له افر خلاصولو مخکې غوڼده به د {30/09/1402} نېټې پنجشنبې ورځ سهار په لسو بجو د لوړو زده کړو وزارت د تدارکاتو ریاست د افر خلاصولو په صالون کې، چې د کابل درېيمه ناحيه، څلورمه کارته کې موقعيت لري، دايرېږي.
د اړيکو شمېره: 0202514078
برېښناليک پته: taherahsas29@gmail.com