د لوړو زده کړو وزیر ژوندلیک
نوم او تخلص: ډاکټر عباس بصیر
د پلار نوم: غلام حسن
د زېږېدلو کال: ۱۳۴۷ لمریز
د زېږېدلو ځای: غزني ولایت د قره باغ ولسوالي
تحصیلات:
د چاپېریال ساتنې په نړیوالو حقوقو کې د دکترا سند د هندوستان د نوي ډهلي د جواهر لعل نهرو پوهنتون څخه.
په نړیوالو حقوقو کې ماسټري د هندوستان د نوي ډهلي د جواهر لعل نهرو پوهنتون څخه.
د اسلامي علومو د نړیوال مرکز څخه د حقوقو لېسانس.
د اسلامي علومو د نړیوال پوهنتون څخه د فرهنګ او اسلامي پوهنې لېسانس.
د فقې او اصولو څخه بهر، حوزوي علوم.
علمي، څيړنیز او فرهنګي فعالیتونه:
د لوړو زده کړو په موسساتو کې د لېسانس او ماسترۍ په کچه د تدریس لس کلنه تجربه.
د مطبوعاتي او فرهنګي فعالیتونو په برخه کې ۳۰ کاله مخینه لرل.
چاپ شوي اثار:
الف کتاب:
اصول مدیریت انتخابات، د افغانستان او نړۍ د ټولټاکنو څخه د تجربو پر بنسټ د کتنې سره. مدیریت جامع محیط زیست از منظر حقوق بین الملل( د نړیوالو حقوقو له منظره د چاپېریال ساتنې ټولیز مدیریت )
انتخابات لویه جرګه قانون اساسي.
Liability for Environmental Damage with special Reference to Armed Conflicts
ب: علمي مقالې:
په فارسي او انګلیسي ژبه د لسګونو علمي او څېړنیزو مقالو لیکل لکه:
د انکشافي پروژو د چاپېریالي اغېزو ارزیابي.
په پراختیايي پروژو کې د چاپېریالي کتنو د شمولیت اړتیا.
د زیربنايي پروژو د ارزونې د پروسې چاپېریالي اغېزې ( د چاپېریالي اغیزو د ارزیابۍ د مقررې سره سم)
د سوداګرۍ د نړیوال سازمان د شخړو د حل سیستم.
د فکري مالکیت حقوقي نظام.
د اسلام په حقوقي نظام کې مصلحت
اسلام او سیاسي پلورالیزم
د سوداګرۍ د نړیوال سازمان سره د افغانستان د پيوستون حقوقي لارې.
ج: په علمي – تخصصي نړیوالو کنفرانسونو کې ګډون:
د جنوب اسیا هېوادونو دچاپېریال ساتنې د همکارۍ سازمان په استازولۍ په لسګونو کنفرانسونو کې ګډون.
په تهران کې د ایکو غړیو هېوادونو د چاپېریال ساتنې په کنفرانس کې ګډون.
په کوپنهاګن کې د اقلیم د بدلون په کنفرانس کې ګډون ( ۲۰۰۹ ډسمبر ).
په نوي ډهلي کې د سارک هېوادونو د چاپېریال ساتنې په کنفرانس کې ګډون ( ۲۰۰۹ اکتوبر ).
په مکزیک کې د اقلیم د تغیر د کنوانسیون د غړو د شپاړسم کنفرانس ( نومبر له ۲۹ – د ۲۰۱۰ د ډسمبر تر ۹ پورې) د ګډون کوونکي هیئت رئیس.
د سریلانکا په کولمبو کې د حکامو د شورا SACEP په دوولسم کنفرانس کې ګډون ( ۱-۳ نومبر ۲۰۱۰).
د چین په "تیانجین " کې د اقلیم د بدلون په کنفرانس کې ګډون ( ۴- ۹ اکتوبر ۲۰۱۰ ).
د قزاقستان په استانه کې د چاپېریال ساتنې د وزیرانو په شپږم کنفرانس کې د افغاني پلاوي رئيس ( د ۲۰۱۰ کال د سپټمبر له ۲۷ د اکتوبر تر ۲ پورې ).
په "بن "کې د ملګرو ملتونو د اقلیم د بدلون په کنفرانس کې د افغاني پلاوي رئيس ( د ۲۰۱۰ کال جون ).
د "اروګوئه "په څلورمه ناسته کې د ( GEF )عمومي ټولنې د افغاني پلاوي مشري.
په " بوتان "کې د سارک د بین الحکومتي ډلې په دویمه غونډه کې د افغانستان په استازیتوب ګډون( ۲۰۱۰ مارچ ).
د مالیزیا په " بالي" کې د ملګروملتونو د حکامو شورا د چاپېریال ساتنې په پروګرام کې د افغانستان په استازیتوب ګډون ( ۲۰۱۰ فبروري).
په نوي ډهلي کې د سارک هېوادونو د متخصصینو د ګروپ په غونډه کې ګډون ( ۲۰۱۰ جنوري).
مدیریتي تجربې:
د اسیا سهیل د چاپېریالي همکاریو د سازمان رئیس.( ۱۳۹۷ - ۱۳۹۹ )
د چاپېریال ساتنې او طبعي سرچینو په برخه کې د ولسمشر ستر سلاکار( ۱۳۸۸ - ۱۳۹۰ )
د پخواني ولسمشر حامد کرزي د دویم مرستیال د دفتر رئیس ( ۹۰ – ۹۳ )
د چاپېریال ساتنې د ملي ادارې د نړیوالو اړیکو او پالیسۍ ستر سلاکار او مرستیال ( ۱۳۸۸ – ۱۳۹۰ ل)
په نوي ډهلي کې د افغانستان د لوی سفارت لومړی منشی ( ۱۳۸۵ – ۱۳۸۸ ل)
او د افغان محصلینو لپاره په هند هېواد کې د۱۰۰۰ څخه د زیاتو بورسونو برابروونکی.
د بهرنیو چارو وزارت د فرهنګي اړیکو مرستیال او سرپرست ( ۱۳۸۳)
د بهرنیو چارو د وزارت د فرهنګي اړیکو د ریاست مرستیال او سرپرست ( ۱۳۸۲ - ۱۳۸۵ )
په تهران کې د اساسي قانون د ساحوي دفتر د دارالانشا مرستیال.
د افغانستان د بیړنۍ لویې جرګې غړی.