داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا !

eshaq_admin
gfgdf

Publish Date

Closing Date

عنوان: د لوړو زده کړو وزارت د ۱۴۰۱ مالي کال د مرکزي شعبو د مرکز ګرمۍ او نقيله وسایطو د درېيمې او څلورمې ربعې لپاره د دوه ډوله تېلو ( ډېزل او پطرول)  د تهیه او تدارک پروژه.
داوطلبۍ ته د بلنې شمېره: MOHE/1401/G-03 
د لوړو زده کړو وزارت په شرایطو برابرو ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د لوړو زده کړو وزارت د ۱۴۰۱ مالي کال د مرکزي شعبو د مرکز ګرمۍ او نقيله وسایطو د درېيمې او څلورمې ربعې لپاره د دوه ډوله تېلو ( ډېزل او پطرول)  د تهیه او تدارک پروژې په پروسه کې ګډون کړی وو او اړونده چاپ شوې شرطنامې یو کاپي يې په وړیا ډول په میموري یا فلش کې د لوړو زده کړو وزارت د تدارکاتو ریاست څخه ترلاسه کړي اوسې.
خپل افر د شرطنامې اصولو مطابق او د تدارکاتو طرزالعمل سره سم، په یوه سر بند پاکټ کې د اعلان د نشر له نیټې څخه د ۱۴۰۱ کال د میزان ۱۹مې نېټې پوري، چې د سه شنبې په ورځ د سهار تر (  ۰۰: ۱۰) بجو پورې د لوړو زده کړو وزارت د تدارکاتو ریاست ته، چې د افغانستان، کابل په څلورمه کارته کې موقعیت لري، سپارلی شئ. ناوخته او د انټرنیټ له لارې رارسېدونکې غوښتنې نه منل کېږي.
د افر تضمین د بانکي ګرنټۍ او یا نغدو پيسو (۳۵۰۰۰۰ ) درې لکه او پنځوس زره افغانیو په اندازه وړاندې کېږي.
د افر خلاصولو غونډه به د ۱۴۰۱ کال د ميزان ۱۹مه نېټه د سه شنبې په ورځ سهار په لسو بجو د لوړو زده کړو وزارت د تدارکاتو ریاست د آفرونو د خلاصولو په صالون کې، چې د افغانستان، کابل په څلورمه کارته کې موقعیت لري، دايرېږي.
د اړېکو شمېره: 0202514078 
برېښناليک پته: rafiullah.naeemi@gmail.com
نوټ: د افر خلاصولو مخکې غونډه به د يکشنبې په ورځ د مېزان په ۹مه نېټه د سهار په لسو بجو د تدارکاتو ریاست د غونډو په دفتر کې دايرېږي.

More tenders

سه‌شنبه ۱۴۰۱/۹/۱ - ۵:۲۰
Background image

د قرارداد تصمیم نیونې خبرتیا!

په دې توګه د تدارکاتو قانون د (۴۳) مادې د (۲) فقرې له مخې ټولو ته خبر ورکول کیږي، چې د کابل پولي تخنيک په پام کې لري، چې د ۱۴۰۱هـ ش کال د اداري او تدريسي شعبو اړتیا وړ (۷۳) قلمه بېلا . . .

چهارشنبه ۱۴۰۱/۸/۲۵ - ۷:۳۹
Background image

داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا!

عنوان: د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو چارو د همغږۍ آمريت (۳۱) قلمه د اړتيا وړ ورزشي  توکو د تهیه او تدارک پروژه.
داوطلبۍ ته د بلنې شمېره: MOHE/1401/G-013 

لوړو زده کړو وزارت په شرایطو . . .

چهارشنبه ۱۴۰۱/۷/۲۰ - ۱۱:۴۳
Background image

داوطلبۍ ته د بلنې اعلان

د پروژې عنوان: د خصوصي محصلانو چارو ریاست لپاره د سرور او استوریج سرور سیسټم د پېرولو پروژه. 
داوطلبۍ ته د بلنې شمېره: : MOHE/1401/G-020
لوړو زده کړو وزارت ټولو په شرایطو پوره داوطلبانو . . .

Back to tenders