دا چې د لوړو زده کړو وزارت رهبرۍ پرېکړه کړې وه، چې د هېواد دولتي پوهنتونونو د علمي کادري خالي بستون۔۔۔

Akmal_admin
ھ

خبرتیا!
دا چې د لوړو زده کړو وزارت رهبرۍ پرېکړه کړې وه، چې د هېواد دولتي پوهنتونونو د علمي کادري خالي بستونو لپاره به د (۵/۱۲/۱۴۰۰) نېټې پورې نوملیکنه کېږي، نو د دې لپاره چې د هېواد ټول علمي کادرونه په دې پروسه کې له نوملیکنې پاتې نه شي، وړ او مسلکي علمي کادرونه ورته لار پیداکړي، نو د لوړو زده کړو وزارت رهبرۍ پرېکړه وکړه او د نوملیکنې موده  يې د روان کال د کب له (۵) څخه تر(۲۰) نېټې پورې تمدید کړه. 
 ټول په شرایطو برابر علمي کادرونه کولی شي، چې تر یادې نېټې پورې د اړوندو پوهنتونونو علمي کادري خالي بستونو ته نوملیکنه وکړي.  
درنښت