د استقلال د ورځې په مناسبت د لوړو زده کړو سرپرست وزیر الحاج مولوي عبدالباقي حقاني پیغام!
د اسد ۲۴مه د افغانانو د فتحې ورځ ده، چې د افغانانو په ډېرو قربانیو رامنځته شوې ده، د افغانانو دا قربانۍ د اسلامي نظام لپاره وې او یاده ورځ د دې نظام پیلامه ده. افغانان باید په خپلو وینو سره د خپلو قربانیو (اسلامي حکومت) ساتنه وکړي. باید ستونزې وګالي او دښمنانو ته د دې فرصت ورنکړي چې د افغانانو ډاډمن ژوند له ګواښ سره مخ کړي او یوه بل ناورین ته لار هواره کړي.
لکه څرنګه چې الله تعالی شل کلنې ستونزې پای ته ورسولې او زموږ په هېواد کې ارامي راغله، نو له دې وروسته به هم الله تعالی ټولې ستونزې حل کړي، او یو پرمختللی، خود کفا او د اسلامي نظام تر سیورې لاندي ازاد تحصیل یافته افغانستان به ولرو. ( ان شاء الله )
په درنښت
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر
الحاج مولوي عبدالباقي حقاني