د بدخشان پوهنتون د حقوقو او شرعياتو پوهنځي محصلانو خپل فراغت د حقوقي کلينيک له پروګرام تجلیل کړ

د بدخشان پوهنتون د شرعياتو او حقوقو پوهنځيو محصلينو، له حقوقي کلينيک پروګرام څخه د فراغت جشن جوړ کړ. له حقوقي کلينيک پروګرام څخه ۱۲۳ تنه هلکان او نجونې فارغ شول.
په همدې اړه جوړ شوي محفل کې چې د فيض اباد په کوکچه قصر کې جوړ شوی و، د بدخشان پوهنتون رهبري ډلې او د خصوصي او حکومتي ادارو رييسانو، فرهنګيانو او محصلينو ګډون کړی و.
په دې محفل کې د شرعياتو پوهنځي رييس پوهنمل صنعت الله جويا، د حقوقو پوهنځي سرپرست پوهنيار خليل احمد احدي، د GIZ دفتر د قانون د حاکميت برخې رييس احمد ضياء رحماني او د بدخشان د عدليې رييس امين الله صالح د حقوقي کلينيک د ارزښت او اهميت په اړه خبرې وکړې او د شرعياتو او حقوقو پوهنځيو د محصلينو له پاره يې عدلي او قضايي وړتياوې مهمې وبللې.
محفل، محصلينو ته د تصديق پاڼو په ورکولو سره پای ته ورسېد.
د يادولو وړ ده چې د بدخشان پوهنتون حقوقي کلينيک په ۱۳۹۴ لمريز کال د GIZ دفتر د قانون د حاکميت څانګي په مالي او تخنيکي مرستې سره د حقوقو او شرعياتو پوهنځيو په چوکاټ کې جوړ شو چې؛ تر اوس ۵۳۳ تنه محصلينو له حقوقي کلينيک پروګرام څخه ګټه اخيستې ده.