د بشري ودې او پیاوړتیا سلاکار او نړیوال ټرینر دوکتور حیات الله عتید له لوري د دیني جامعاتو او تخصصاتو لوی ریاست د تخصصاتو استادانو ته، د تحصيلي نصاب د تدريس ميتود او ددې نصاب د تطبيق اړوند انلاین سمینار ورکړل شو.

Akmal_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۴/۸ - ۱۱:۵
ر

۱۴۴۳/۱۱/۳۰
۱۴۰۱/۴/۸
د بشري ودې او پیاوړتیا سلاکار او نړیوال ټرینر دوکتور حیات الله عتید له لوري د دیني جامعاتو او تخصصاتو لوی ریاست د تخصصاتو استادانو ته، د تحصيلي نصاب د تدريس ميتود او ددې نصاب د تطبيق اړوند انلاین سمینار ورکړل شو.

په همدې موخه جوړ شوي سمینار کې د لوړو زده کړو وزارت د تحصيلي نصاب رئيس مفتي عبد الرؤف فراهي ، د دیني جامعاتو او تخصصاتو لوی ریاست د تخصصاتو رئیس شیخ عبدالمالک نیازي او د تخصصاتو استادانو په حضوري ډول او د بشري ودې او پیاوړتیا سلاکار او نړیوال ټرینر دوکتور حیات الله عتید په انلاین بڼه ګډون کړی وو.

په دې سمینار کې دوکتور حیات الله عتید د دیني جامعاتو او تخصصاتو استادانو ته د (فعال استاد) تر عنوان لاندې، د تحصيلي نصاب د تدريس ميتود، د نصاب تطبيق، د استاد ځانګړتیاوو، محصل پېژندنې، د پیغام انتقال او ښې مکالمې اړوند تیار کړی لېکچر او معلومات وړاندې کړل او د ګډونوالو پوښتنو ته یې ځوابونه ورکړل.

نوموړي دغه راز د تخصصاتو استادان له محصلینو سره ښې رویې کولو، قوي اخلاق لرلو او محصلین په دیني او ملي فکرونو روزولو ته وهڅول.

همدارنګه د دیني جامعاتو او تخصصاتو لوی ریاست د تخصصاتو رئیس شیخ عبدالمالک نیازي له نوموړي څخه د مننې ترڅنګ دا سمینار د تخصصاتو استادانو لپاره ګټور وباله او له دوکتور حیات الله عتید څخه یې د لا ډېرې همکارۍ غوښتنه وکړه، چې د نوموړي له لوري د همکارۍ ډاډ ورکړل شو.

د یادونې ده، چې د دیني جامعاتو او تخصصاتو لوی ریاست د تخصصاتو استادانو د ظرفیت لوړونې په موخه، د ا.ا.ا لوړو زده کړو وزارت د غونډو په تالار کې  دا سمینار په لاره اچولی ، چې نن یې دویمه ورځ وه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۳ - ۷:۴
Background image

د لوړو زده کړو وزیر د یو محصل له لوري د بل محصل د قتل د عفوې او روغې جوړې په غونډه کې ګډون او وینا وکړه

 

د لوړو زده وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب پکتیا ولایت ته په خپل سفر کې، د سید جمال الدین افغاني پوهنتون د یو محصل له لوري د بل محصل قتل، چې اصلي د پکتیا اوسېدونکی و. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱ - ۱۴:۱۱
Background image

د لوړو زده‌ کړو وزیر د هرات پوهنتون په یوه ستره غونډه کې استادانو، محصلینو او کارکوونکو ته وینا وکړه

 

په یاده غونډه کې د هرات ولایت علماوو شورا رئیس، د امر بالمعروف او نهي عن المنکر رئیس، د هرات پوهنتون رهبري، د هرات ولایت د خصوصي پوهنتونونو رهبري پلاوی، استادانو او ګڼ شمېر محصلین. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۰ - ۱۲:۳۹
Background image

د لوړو زده کړو وزارت په رهبرۍ د هرات جامي خصوصي پوهنتون له لوري «په لوړو زده کړو کې د تضمین کیفیت د نظام ارزونې او پیاوړتیا نړۍ وال کنفرانس» دائر شو

 

د یاد کنفرانس په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزیر، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، د هرات والي، د لوړو زده کړو وزارت مرکزي ادارو یو شمېر رئیسانو، د امارتي او خصوصي پوهنتونونو. . .

BACK TO NEWS