د تړون کولو خبرتیا

baqir_admin
ل

Publish Date

Closing Date

د تدارکاتو قانون د (۴۳مې) مادې د (۲یمې) فقرې سره سم ټولو ته خبر ورکول کېږي چې د لوړو زده کړو وزارت په پام کې لري چې ۱۴۰۰ مالي کال لپاره د وزارت د مرکزي خدماتي پرسونل د پسرلي او مني د جامو، بوټانو او موزو د چمتو کولو او تدارک پروژې تړون د عطاالله قریشي د البسې د تولید شرکت سره په (1066/300) یو میلیون او شپږ شپېته زره او درئ سوه افغانۍ په ټولیزه بیه وکړي، چې  ( 65604) یې د جواز نمبر دی. پته: جنګلک، د چهلستون سړک، مرکز کابل.

هغه حقیقي او حکمي اشخاص چې په دې اړه هر ډول نیوکه ولري کولای شي چې خپله نیوکه د خبرتیا خپرېدو نېټې څخه تر اوو ورځو پورې په لیکلې بڼه له دلایلو سره یو ځای د تدارکاتو قانون د پنځوسمې مادې له احکامو سره سم د لوړو زده کړو وزارت د تهیه او تدارکاتو ریاست ته وسپاري.

دا خبرتیا د تړون کولو په مانا نه ده، د پورتنۍ مودې تر بشپړېدو او د تړون قانوني پړاوونو تر بشپړولو پورې به تړون لاسلیک نه شي.

More tenders

سه‌شنبه ۱۴۰۱/۳/۳۱ - ۹:۵۸ کابل
Background image

داوطلبۍ ته د بلنې اعلان !

عنوان: د لوړو زده کړو وزارت د مرکزي دفترونو اساسي ترمیم.
داوطلبۍ ته د بلنې شمېره: MOHE/1401/ W-006 
د لوړو زده کړو وزارت په شرایطو برابرو ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د لوړو زده کړو . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۱/۳/۳۱ - ۹:۵۵ کابل
Background image

داوطلبۍ ته د بلنې اعلان !

عنوان: د لوړو زده کړو وزارت د علمي ترفيعاتو او تقرر ریاست بنسټېز ترميم.
داوطلبۍ ته د بلنې شمېره: MOHI/1401/W-008
د لوړو زده کړو وزارت ټولو هغو په شرايطو برابرو داوطلبانو ته خبر ورکوي، . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۱/۳/۳۱ - ۹:۴۹ داو طلبۍ ته د بلنې اعلان!
Background image

داو طلبۍ ته د بلنې اعلان!

عنوان: د لوړو زده کړو وزارت د پخوانیو ګراجونو او نوي پارکينګ وسایلو جوړول. 
داوطلبۍ ته د بلنې شمېره: MOHI/1401/W-007
د لوړو زده کړو وزارت ټولو هغو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته خبر . . .

Back to tenders