د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب په خپل کاري دفتر کې د پاکستان له سفیر عبیدالرحمن نظاماني سره وکتل.

ameen_admin
شنبه ۱۴۰۲/۴/۲۴ - ۱۱:۲۶
jfhkjdfhsdkjfkjsd

په دغه لیدنه کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د دواړو هېوادونو تر منځ نیږدې اړیکو ته په اشارې سره، د افغانستان او پاکستان تر منځ د اکاډمیکو همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ. 

نوموړي د پاکستان له سفیر څخه وغوښتل چې په یاد هېواد کې د افغان محصلینو د وېزو په برخه کې د ستونزو د حل، افغانستان ته د تدریس په موخه، په ځانګړي ډول افغان نړیوال اسلامي پوهنتون ته  د پاکستاني استادانو رالېږلو په برخه کې همکاري وکړي او د ځينو نورو موضوعاتو پر سر یې له یو بل سره بحثونه وکړل. 

همدارنګه په کابل کې د پاکستان سفیر عبیدالرحمن نظاماني وویل چې د افغانستان لوړو زده کړو وزارت غوښتنې به د خپل هېواد اړوندو ادارو سره شریکې او څاري. 

نوموړي زیاته کړه چې په نیږدې راتلونکي کې به د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی کابل ته راشي او له هغه سره به هم یاد موضوعات شریک کړي. د افغانستان لپاره د پاکستان سفیر ژمنه وکړه چې د یادو موضوعاتو د ښې څارنې په موخه به د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي سره د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د لیدنې زمینه برابره کړي. 

Latest announcements

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۵ - ۸:۱۷
Background image

خبرتیا!


د دیني مدارسو هغو علماء کرامو ته چې د دیني جامعاتو او تخصصاتو ریاست کې یې د عالمیې لېسانس متفرقه ازموینه ورکړې ده او نومونه یې په ذکر شویو لېستونو کې شامل دي، خبر ورکول کېږي، چې د‌ دوی . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۰ - ۴:۲
Background image

فراه پوهنتون کې د شاوخوا ۱۰ میلیونه افغانیو په لګښت د ویالو کېندلو او جوړولو چارې پیل شوې

فراه پوهنتون کې د ۷۰۰ مترو په اندازه دوه طرفه ویالې، چې ۸۰ سانتي متره عرض او یو متر لوړوالی لري، د جوړېدو چارې پیل شوې.
د دې ویالو په جوړېدو شاوخوا ۹ میلیونه ۹۸۳ زره افغانۍ لګښت راځي،. . .

BACK TO NEWS