د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په خپل کاري دفتر کې د جاپان له سفیر سره وکتل. 

ameen_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۷ - ۱۲:۷
jdfhkdjskjfsd


په یاده لیدنه کې د لوړو زده کړو وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب د جاپان سفیر ته د ښه راغلاست تر څنګ ویې ویل چې افغانستان او جاپان ښې تاریخي اړیکې لري. 
دغه راز د لوړو زده کړو وزیر په تحصیلي او نورو برخو کې د جاپان له مرستو مننه وکړه او ترې ویې غوښتل چې د افغانستان د تحصیلي نظام په پیاوړتیا کې همکاري وکړي. همدا راز د یاد هېواد له سفیر څخه یې وغوښتل چې له نړیوالو سره د افغانستان حقیقي تصویر شریک کړي.
همدارنګه په یاده لیدنه کې د جاپان سفیر تاکویوشي کورمایا وویل چې د ناڅاپي پېښو او بحراني حالتونو پر مهال له افغانستان سره مرستو ته تیار دي او د بشري مرستو تر څنګ یې د بنیادي پروژو پلي کولو کې د همکارۍ ژمنه وکړه. 

Latest announcements

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۲۹ - ۶:۴۷
Background image

په افغان نړیوال اسلامي پوهنتون کې "په اکاډمیکو بنسټونو کې د څېړنې پیاوړتیا ملي کنفرانس" پیل شو.


په دغه کنفرانس کې به د شاوخوا 40 داخلي او بهرنیو استادانو او څېړونکو له لوري څېړنیزې مقالې په دوو ورځو کې وړاندې شي.

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۲۹ - ۵:۲۵
Background image

د خزاني سمستر د ازموینو د پیل خبرتیا

د هوا د یخنۍ شدت له کبله، د هېواد سړو سیمو ولایتونو امارتي تحصیلي نهادونو د روان سمسټر ازموینې، د پنځلسو درسي اونیو له تکمیل وروسته د قوس په ۱۵مه نېټه پیلیږي. 

دغه ازموینې به څلور اونۍ . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۱ - ۸:۱۶
Background image

د هېواد د تحصیلي  بنسټونو د کرنې څانګې لېسانس برنامو د لومړي پړاو لومړي ګروپ کلسټر پای ته ورسېد.

د هېواد د تحصیلي بنسټونو د کرنې د لېسانس برنامو د ۱۲ څانګو لومړی پړاو لومړی ګروپ کلسټر  د کرنې پوهنځیو د رئیسانو، د څانګو امرینو، استادانو او د اړوندو ادارو د استازو په ګډون په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۳۰ - ۱۴:۵۱
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د افغانستان کرنیزو علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون (اناسټو) له مسؤلینو، استادانو او محصلینو سره وکتل او په دغه پوهنتون کې یې یو شمېر پروژې منظورې کړې

 

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم کندهار ولایت ته په خپل رسمي سفر کې د افغانستان کرنیزو علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون (اناسټو) له مسؤلینو، استادانو او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۳۰ - ۱۳:۳۸
Background image

په افغان نړیوال اسلامي پوهنتون کې، په اکاډمیکو بنسټونو کې د څېړنې پیاوړتیا تر نامه لاندې دوه ورځنی ملي کنفرانس دایر شو

 

د دغه کنفرانس په پرانیسته کې د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه وویل، چې د امارتي تحصیلي نهادونو ترڅنګ، خصوصي تحصیلي نهادونو هم د علمي کنفرانسونو لړۍ پیل کړې ده.

. . .

BACK TO NEWS