د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په کندهار پوهنتون کې د ۲۵,۵ میلیونه افغانیو په لګښت د سړک او ګلدانونو جوړلو پروژو پرانیسته وکړه.
په یادو دوو پروژې کې د ۱۷,۳ میلیونه افغانیو په لګښت د ۱,۸ کیلومتره سړک او د پوهنتون د نوې دروازې پر مسیر د ۸,۲ میلیونه افغانیو په لګښت ګلدانونه شامل دي، چې لګښت یې د لوړو زده کړو وزارت له بودجې ورکول کېږي.
د دغو پروژو د پرانیستې پر مهال د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم وویل، چې د ا.ا.ا له راتګ وروسته یاد وزارت د علمي او تحصیلي مرکزونو د رغنیزو چارو، علمي برخو او نصاب ته ځانګړې پاملرنه کړې او لا هم ورته ژمن دی.