د لوړو زده کړو وزارت بشري سرچینو ریاست له لوري د دغه وزارت ۸۶ تنو نویو ګومارل شوو کارکوونکو لپاره د ظرفیت لوړونې ورکشاپ پای ته ورسېد او ګډونوالو تصدیق پاڼې تر لاسه کړې.

ameen_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۱ - ۱۰:۳۹
dfgfdfdgfd

د تصدیق پاڼو د وېش په مراسمو کې د لوړو زده کړو وزارت د بشري سرچینو رئیس مفتي عبدالکریم امیري په کاري چارو کې د زده کړو پر ارزښت او د کار کوونکو پر ظرفیت لوړونې خبرې وکړې. 

نوموړي د دا ډول ورکشاپونو د جوړولو له امله د روزنې او ظرفیت لوړونې له امریت څخه مننه وکړه او د یاد ورکشاپ له ګډونوالو یې وغوښتل چې په دغه ورکشاپ کې له زده مهارتونو په خپلو ورځنیو چارو کې ګټه واخلي او خپلو نورو همکارانو ته یې ورزده کړي. 

وروسته د بشري سرچینو ریاست د روزنې او ظرفیت لوړونې امر عبیدالله مولايي په ورکشاپ کې د تدریس شوو پروګرامونو په اړه معلومات وړاندې کړل او ویې ویل چې په دغه ورکشاپ کې ګډونوالو ته د اداري پروسیجرونو، اداري مراسلاتو، له انټرنېټ څخه سمې ګټې اخیستنې، د دفتر مهارتونو او اداري اسنادو د مهارتونو په برخه کې زده کړې ورکړل شوې. 
محفل ګډونوالو ته د تصدیق پاڼو په وېشلو سره پای ته ورسېد. 
نېټه: دوشنبه

Latest announcements

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۷ - ۵:۶
Background image

خبرتیا!

د دیني جامعاتو او تخصصاتو عمومي ریاست په پام کې لري، چې د کابل زون د لاندې کټګوریو هغو علماء کرامو ته اسناد توزیع کړي، چې نومونه یې د ذکر شویو لینکونو په لیستونو کې شامل وي.
کابل زون . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۵:۴۷
Background image

د امارتي او خصوصي تحصیلي نهادونو شپږو علمي مجلو ته جوازونه ورکړل شول


د لوړو زده کړو وزارت څېړنې، تألیف او ژباړې ریاست د روان ۱۴۰۴هـ.ش کال په جوزا میاشت کې د هېواد په تحصیلي نهادونو کې د علمي څېړنو عامولو او معیاري کولو په موخه، شپږو علمي څېړنیزو مجلو ته. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۱۵:۴۴
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د کابل طبي علومو پوهنتون د علمي شورا په ناسته کې د ګډون ترڅنګ، د دې پوهنتون مېلمستون هم پرانیست

 

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب د کابل طبي علومو پوهنتون (ابو علي ابن سینا) د مسؤولینو او استادانو د نظرونو، غوښتنو او ستونزو اورېدو په موخه د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۲ - ۱۶:۵۳
Background image

د تضمین کیفیت نوي چوکاټ په اړه جوړ شوی شپږ ورځنی ورکشاپ نن پای ته ورسېد.

 

په کابل پوهنتون کې د یو شمېر امارتي تحصیلي نهادونو استادانو لپاره د تضمین کیفیت نوي چوکاټ په اړه جوړ شوی شپږ ورځنی ورکشاپ د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په ګډون سره نن پای ته ورسېد

 

د. . .

BACK TO NEWS