د لوړو زده کړو وزارت به له دې وروسته د خصوصي لوړو زده کړو مؤسسو ته د هېڅ ډول سرغړونې او غیر قانوني کړنو اجازه ورنه کړي، چې د هېواد د تحصیلي سکتور په برخه کې ستونزې رامنځته کړي.
د لوړو زده کړو وزارت د خصوصي محصلانو چارو رئیس انجنیر سید اسماعیل روحاني دغه څرګندونې په هغه ناسته کې وکړې، چې د خصوصي لوړو زده کړو مؤسسو د ستونزو د حل په موخه، د هېواد مرکز او ولایتونو د خصوصي لوړو زده کړو مؤسسو د استازو په ګډون جوړه شوې وه.
د لوړو زده کړو وزارت د خصوصي محصلانو چارو رئیس وويل، چې په هېواد کې د ا.ا.ا له حاکمیت راهيسې د خصوصي لوړو زده کړو مؤسسو فعاليتونو ته هر اړخيزه پاملرنه شوې او په دې برخه کې د هغوى لپاره لازمې اسانتياوې برابرې شوې دي.
نوموړي دغه راز په هېواد کې د خصوصي لوړو زده کړو مؤسسو د معیاري فعالیتونو په برخه کې د هر اړخیزې همکارۍ او ملاتړ ژمنه وکړه او ویې ویل: « د لوړو زده کړو وزارت به له دې وروسته د خصوصي لوړو زده کړو مؤسسو ته د هېڅ ډول سرغړونې او غیر قانوني کړنو اجازه ورنه کړي، چې د هېواد د تحصیلي سکتور په برخه کې ستونزې رامنځته کړي.»
د خصوصي محصلانو چارو رئیس زیاته کړه، موږ ټول د یوه واحد هدف لپاره کار کوو ترڅو د هېواد په تحصیلي برخه کې کیفیت، شفافیت او قانونیت رامنځته کړو او په پایله کې د ځوانانو لپاره د لازمو ښوونیزو اسانتیاوو سره سم سالم علمي چاپېریال برابر کړو.
په دې کتنه کې انجنیر سید سماعیل روحاني د خصوصي محصلانو چارو ریاست د ستونزو په اړه خبرې وکړې او ویې ویل، چې د هېواد په اکثرو خصوصي تحصیلي مؤسسو کې د تبادلې په برخه کې، د دولسم او څوارلسم ټولګي فارغانو جذب، د اساس کتابون، د فراغت کتابونو، په څو وختونو کې د طب پوهنځي تدریسول، د کتابونو طی مراحل، د نورو هېوادونو په اسعارو د فيس اخيستل او نور مسايل مطرح کړل او له يادو استازو يې وغوښتل، چې پورتنۍ موضوع د خپلو اړوندو ادارو له مسؤلينو سره شريکه کړي او په دې برخه کې پوره توجو وکړي.
په پای کې د هېواد د خصوصي لوړو زده کړو مؤسسو استازو د لوړو زده کړو وزارت د مرستو او همکاریو قدرداني وکړه او خپلې یو لړ ستونزې او غوښتنې یې د خصوصي محصلانو چارو د ادارې له مشرتابه پلاوي سره شریکې کړې،
چې یاد پلاوي د دوی د قانوني ستونزو په حل کولو کې د همکارۍ ژمنه وکړه.