د لوړو زده کړو وزارت خبرتیا!
د امارتي پوهنتونونو او لوړو زده کړو مؤسسو ټولو محصلینو ته خبر ورکول کیږي، چې د تبدیلو پروسه د روان کال (1402) مرغومي میاشتې له لوموړۍ نیټې څخه پیل او د سلواغې میاشتې تر پایه، یوازې د ورځې برنامې څخه شپې برنامې ته په ورته څانګه، سمستر او ټولګي کې په لاندې شرایطو سره ترسره کیږي.
1. د لومړي تحصیلي بنسټ څخه د فورم اخیستل او د دواړو تحصیلي بنسټونو څخه موافقه ترلاسه کول؛
2. د دویم تحصیلي بنسټ په شپې برنامه کې د اړوندې څانګې شتون؛
3. تبدیلي په ورته سمستر، ټولګي او څانګه کې ترسره کیږي؛
4. د غوښتنپاڼې او عریضې له لارې تبدیلي نه منل کیږي.
نوټ: د محصلینو تبدیلي د ورځنیو برنامو څخه شپې برنامو ته د پورته شرایطو سره سم او د تبدیلو کمیسیون د تائید نه وروسته ترسره کیږي.
اطلاعیه وزارت تحصیلات عالی!
به اطلاع تمام محصلان پوهنتون ها و موسسات تحصیلات عالی امارتی کشور رسانیده می شود که پروسه تبدیلی محصلان یاد شده از تاریخ اول ماه جدی آغاز و الی اخیر ماه دلو تنها از برنامه های روزانه به برنامه های شبانه و به عین رشته، سمستر و صنف مطابق شرایط ذیل صورت می گیرد:
1. اخذ فورم از نهاد تحصیلی اول او اخذ موافقه از هر دو نهاد؛
2. موجودیت رشته مورد نظر در برنامه شبانه؛
3. تبدیلی در عین رشته، سمستر و صنف صورت می گیرد؛
4. تبدیلی از طرق درخواست و عریضه قابل اجرا نمی باشد.
نوت: تبدیلی محصلان از برنامه های روزانه به برنامه های شبانه با توجه به شرایط فوق و پس از تائید کمیسیون تبدیلی ها صورت می گیرد.
تاریخ: 1445 جمای الاول 28 هـ.ق 1402 د لېندۍ 21 هـ.ش