د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه او ورسره مل پلاوي د شیخ زاید (خوست) پوهنتون د کادري

Akmal_admin
شنبه ۱۴۰۱/۳/۲۱ - ۴:۲۰
f

۱۴۴۳/۱۱/۹

۱۴۰۱/۳/۱۹

د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه او ورسره مل پلاوي د شیخ زاید (خوست) پوهنتون د کادري ازموینې د څارنې تر څنګ په دغه پوهنتون کې یو شمېر پروژې هم پرانیستلې.

د شیخ زاید (خوست) پوهنتون د ژورنالېزم او عامه اړیکو پوهنځی، د شیخ زاید راډیو، د کرنې پوهنځی د څېړنیز فارم، حیواني کلنیک او تدریسي روغتون د پروژو په پرانیسته کې د یاد پوهنتون مشرتابه، استادانو، محصلانو، اداري کارکوونکو، د خوست ولایت مقام استازو او د رسنیو استازو ګډون کړی و.

د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه له کادري ازموینې څخه د څارنې پر مهال، د کادري ازموینې ګډونوالو ته د ازموینې د روڼتیا په اړه ډاډ ورکړ او ورته ویې ویل، چې په ازموینه کې د هېڅ ډول درغلی امکان نشته.

همدارنګه د لوړو زده کړو وزارت علمي معین د شیخ زاید (خوست) پوهنتون د پروژو د پرانیستې پر مهال په خپلو خبرو کې وویل، چې دغه پروژې به په عملي برخو کې د خلکو لپاره خدمات وړاندې کوي او یادې پروژې یې د محصلینو د عملي کارونو لپاره ډېرې ګټورې وبللې. دغه راز نوموړي د شیخ زاید تدریس روغتون د خوستوالو لپاره ګټور وباله او ویې ویل، چې په دغه روغتون کې به د محصلینو د عملي کارونو تر څنګ د ناروغانو درملنه کېږي.

وروسته د شیخ زاید (خوست) پوهنتون رئیس انجنیر همایون معاویه او د دغه پوهنتون نورو مسؤلانو د یادو پروژو له پرانیستلو خوښي څرګنده کړه او ژمنه یې وکړه، چې له یادو پروژو به د شیخ زاید (خوست) پوهنتون د محصلینو د عملي کارونو او عامه خلکو ته د خدمت وړاندې کولو په برخه کې اعظمي ګټه اخلي.

د یادولو وړ ده، چې په پای کې د خوست ولایت فعالو ځوانانو له لوري د لوړو زده کړو وزارت علمي معین او د شیخ زاید (خوست) پوهنتون رئیس ته د ویاړ لونګۍ ور پر سر کړل شوې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۳ - ۷:۴
Background image

د لوړو زده کړو وزیر د یو محصل له لوري د بل محصل د قتل د عفوې او روغې جوړې په غونډه کې ګډون او وینا وکړه

 

د لوړو زده وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب پکتیا ولایت ته په خپل سفر کې، د سید جمال الدین افغاني پوهنتون د یو محصل له لوري د بل محصل قتل، چې اصلي د پکتیا اوسېدونکی و. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱ - ۱۴:۱۱
Background image

د لوړو زده‌ کړو وزیر د هرات پوهنتون په یوه ستره غونډه کې استادانو، محصلینو او کارکوونکو ته وینا وکړه

 

په یاده غونډه کې د هرات ولایت علماوو شورا رئیس، د امر بالمعروف او نهي عن المنکر رئیس، د هرات پوهنتون رهبري، د هرات ولایت د خصوصي پوهنتونونو رهبري پلاوی، استادانو او ګڼ شمېر محصلین. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۰ - ۱۲:۳۹
Background image

د لوړو زده کړو وزارت په رهبرۍ د هرات جامي خصوصي پوهنتون له لوري «په لوړو زده کړو کې د تضمین کیفیت د نظام ارزونې او پیاوړتیا نړۍ وال کنفرانس» دائر شو

 

د یاد کنفرانس په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزیر، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، د هرات والي، د لوړو زده کړو وزارت مرکزي ادارو یو شمېر رئیسانو، د امارتي او خصوصي پوهنتونونو. . .

BACK TO NEWS