د لوړو زده کړو وزارت پلاوي ننګرهار ولایت ته د خپل کاري سفر پر دوام د ننګرهار پوهنتون له ټولو برخو څخه لیدنه وکړه او چارې یې و ارزولې.
یاد پلاوی، چې د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو چارو معین مفتي محمد طاهر احمد په مشرۍ یې د هېواد د تحصیلي نهادونو ارزونه پیل کړې پر دوام یې د ننګرهار پوهنتون له ټولو تدریسي، څېړنیزو پروژو، لابراتوارونو، کتابتونونو، اداري او زیربنایي برخو څخه لیدنه وکړه او چارې یې په عمومي او تخصصي ډول و ارزولې.
دغه ارزونکی پلاوی، چې درې بېلابېلې ( د عمومي ارزونې کمېټه، د ځانګړو چکلېستونو او تخصصي ارزونې کمېټه او د H.E.M.I.S او ساده سازۍ په اړه د معلوماتي پرېزنټېشنونو دایرولو کمېټه) پکې شاملې دي، د پوهنتون د لاپرمختګ او معیاري کولو په موخه یې د نوموړي پوهنتون د هرې برخې څخه لیدنه وکړه، نیمګړتیاوې او ستونزې یې په ګوته کړې او همدا راز یې اداري کارمندانو ته د ساده سازۍ او استادانو ته د H.E.M.I.S سیستم په اړه معلوماتي پرېزنټېشنونه وړاندې کړل.
د یادونې وړ ده، چې دغه ارزوونکی پلاوی به د ټولو کمېټو پایلې راټولې کړي او د یوه راپور په ډول به یې د پوهنتون له مسؤلینو سره د حل په موخه شریکې شي، ترڅو په اړوندو برخو کې ورته په ګډه د حل لارې برابرې شي.