د ماسټري او دوکتورا په برخه کې د مصر هیواد د تحصیلي بورسونو خبرتیا
Due
-
د مصر لوړو زده کړو وزارت د افغانستان او مصر دولتونو تر منځ د موجود پروتوکول په اساس خپل ۱۲ سیټه مختلف تحصیلي بورسونه، چې د هغو له جملې څخه ۴ سیټه د لیسانس، ۴ سیټه د ماسټري او ۴ سیټه د دوکتورا لپاره دي، د افغانستان دولت ته ځانکړي کړي دي.
عمومي شرطونه:
۱- د الوتکې د تګ را تګ دوه اړخیزه ټیکټ لګښت پر محصل دی.
۲- ۱۰ امریکایي ډالر، چې یو سل اویا مصري پونډه کيږي محصل ته د بدل اعاشې په توګه ورکول کیږي او محصل د تحصیل په جریان کې له لیلیې څخه د ګټې اخیستلو حق لري.
۳- په https://www.wafeden.gov.eg ویب سایټ کې نوم لیکنه او یاد ادرس ته د اسنادو لیږل اړین دي.
۴- له 15/8/2020 نیټې چې له 25/5/1399 سره سمون مومي څخه دمخه باید نوماندان خپل اسناد په پورتنې ویب سایټ کې ثبت کړي. له یادې نيټې څخه وروسته د نوماندانو هر ډول اسناد د منلو وړ نه دي.
۵- د ماسټري او دوکتورا زده کړو ته د منلو لپاره په لومړي مرحله کې باید نوماند خپل موجود اسناد د مصر پوهنتونو مطابق معادل کړي چې د دیپلوم د معادلت پروسه له ۲ څخه تر ۶ میاشتو پورې غځیږي او د ۲۰۰ امریکایي ډالرو په شاوخوا کې لګښت ورباندې راځي چې دا به هم محصل خپله ورکوي.
۶- لومړیتوب هغو متقاضیانو ته ورکول کیږي چې له مصر څخه فارغ شوي وي، ځکه هغوی د دیپلوم معادلت ته اړتیا نلري.
۷- د نوماند د لیسانس او ماسټري دورو د نمرو سلنه باید ۶۵ څخه کمه نه وي.
۸- په هغه صورت کې چې د ورکړل شویو سیټونو له شمیر څخه د بورسونو د متقاضیانو شمیر زیات وي نوماندان د هغوی د لیسانس او ماسټري دورو د لوړو نمرو سلنې په اساس ټاکل کیږي.
د مصر په پوهنتونو کې د منلو لپاره اړین سندونه په لاندې ډول دي:
اصلي ډیپلوم (د ماسټري او دوکتورا لپاره)
د پاسپورټ کاپي
د تابعیت د تذکیري کاپي
د عدم مسوولیت جرمي فورم
روغتیایي بشپړ معاینات
نو ټول په شرایطو برابر مینوال کولای شي په یاد شوي ویب سايټ برسیره تر 15/8/2020 مطابق د 25/5/1399 نیټې پورې په یاد ویب سایټ کې له نوم لیکنې څخه وروسته د اړوندو بورسونو او نورو فورمونو د تر لاسه کولو په موخه د لوړو زده کړو وزارت ۲۱ نمبر غرفې ته له خپلو اصلي اسنادو سره مراجعه وکړي.