د چاپېریال او اوبو څېړنې ملي مرکز د اساسنامې د بډاینې او وروستي کولو په‌پار ناسته وشوه

baqir_admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۱۳ - ۱۱:۵
g

د افغانستان چاپېریال او اوبو څېړنې ملي مرکز د اساسنامې د بډایه او وروستي کېدو په موخه، د ګډې کمیټې ناسته د لوړو زده کړو وزارت علمي معین په مشرۍ جوړه شوه.

د ناستې په پیل کې د لوړو زده کړو وزارت علمي معین پوهنمل عبدالتواب بالاکرزي، د یاد مرکز په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل، چې د دغې ناستې موخه د افغانستان چاپېریال او اوبو څېړنې ملي مرکز د اساسنامې وروستي کول دي. په دغه ناسته کې د یاد مرکز رییس ډاکټر وسیم اقبال، د کابل او پولي‌تخنیک پوهنتونونو انجینرۍ، چاپېریال ساتنې، ځمکې‌پېژندنې، چاپېریال ساتنې او اوبو او چاپیریال پوهنځیو استادانو او د لوړو زده کړو وزارت د پلان، پالیسۍ او تقنین ریاست حقوقي آمر هم ګډون درلود.

ښاغلي اقبال د افغانستان چاپېریال او اوبو څېړنې ملي مرکز د فعالیتونو او ستونزو په اړه خبرې وکړې او د دغه مرکز د اساسنامې او حقوقي شخصیت پر وروستي کولو یې ټینګار وکړ.

وروسته د ناستې غړو د دغې اساسنامې د مسودې او موادو په اړه، چې تشکیلاتي جوړښت حقوقي شخصیت او مالي منابع پکې راځي، هر اړخېزې خبرې وکړې او پرېکړه وشوه، چې یاده مسوده دې د ناستې له ټولو غړو سره شریکه شي، د هغوی نظریات او وړاندیزونه دې له راغونډېدو وروسته په بله ناسته کې وړاندې شي.

د یادولو ده چې د افغانستان چاپېریال او اوبو څېړنې ملي مرکز، د افغانستان د چاپېریال او اوبو ستونزو په موخه د لوړو زده کړو وزارت په وړاندیز او د افغانستان اسلامي جمهوریت عالي مقام په حکم، د لوړو زده کړو وزارت په چوکاټ کې جوړ شوی دی.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۵ - ۱۱:۴۳
Background image

د نږدې ۷ میلیونه افغانیو په لګښت په ننګرهار پوهنتون کې د مرکزي لیلیې د شپږو بلاکونو د ترمیم او بیارغونې چارې روانې دي


د یاد پوهنتون د مرکزي لیلیې ۶ بلاکونه، چې له تېرو څو کلونو راهیسې ترې استفاده نه کېده او ځینې برخې یې تخریب شوې وې، د لوړو زده کړو وزارت له بودیجې څخه ترمیمېږي.
یاد بلاکونه ټولټال ۱۴۴. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۶ - ۱۱:۸
Background image

د مرکزي امارتي پوهنتونونو، دیني جامعې او تدریسي روغتونونو رهبري پلاوي ته «د پوهنتون پرمختللې رهبري» په اړه پنځه ورځنی ورکشاپ دایر شو

د یاد ورکشاپ په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزارت علمي معین شیخ ضیاءالرحمن الاریوبي وویل چې مسوولین باید خپلو مسوولیتونو ته متوجه اوسي او په ښه ډول اداکولو لپاره یې منظم پلان جوړ. . .

BACK TO NEWS