د کنفرانس په دویمه ورځ د کورنیو او بهرنیو متخصصینو لخوا ۶۲ څېړنیزې مقالې وړاندې شوې

naser_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۶ - ۱۳:۴۷
Sxvnnjhffgh

 

د کابل پوهنتون «د افغانستان د ځانبسیاینې د زرغون انقلاب لومړی نړیوال کنفرانس » په دویمه ورځ د کورنیو او بهرنیو استادانو او متخصصینو لخوا ۶۲ څیړنیزې مقالې وړاندې شوې.

 

د دغه کنفرانس په دویمه ورځ، چې د افغانستان د کرنیزو علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون (اناسټو) کې جوړ شوی دی، د هېواد کرنې سکټور د ودې، معیاري کولو او عصري کولو لپاره، د تخمونو اصلاح او تولید، د ځمکو معیاري خړوبول، کرنیز اقتصاد، د نباتي ناروغیو په نښه کول او له منځه وړل او کرنیزو محصولاتو لپاره د مارکېټ پیدا کولو اړوند موضوعاتو څېړنیزې مقالې وړاندې شوې. 

 

د یادونې وړ ده چې په دغه کنفرانس کې د داخلي متخصصینو سربېره، د کاناډا، نایجریا، ټایلنډ، هند، پاکستان، قطر، بنګله دېش، ترکیې او ایران هېوادونو متخصصین، پالیسي جوړونکي او صنعت کاران هم راغلي او د خپلو هېوادونو تجربې د افغانستان له استادانو سره شریکوي. 

 

نېټه: سه شنبه

۱۴۴۶هـ.ق، د جمادي الاول ۲۴مه

۱۴۰۳هـ.ش، د قوس ۶مه

۲۰۲۴م، نومبر ۲۶مه

Latest announcements

چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۴ - ۸:۵۸
Background image

فرنیچري تجهيزاتو پروژې اعلان

میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسه ټول هغه داوطلبانو ته چې په شرایطو برابر وي بلنه ورکوي؛  ترڅو د یاد تحصیلي بنسټ د فرنیچري تجهيزاتو پروژې په پرانیستې داخلي داوطلبي کې ګډون وکړي . . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۱ - ۱۲:۷
Background image

Back to announcements

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۱ - ۱۲:۴
Background image

د لوړو زده کړو رهبري شورا د پرېکړې پر بنسټ د (۱۱) خصوصي تحصیلي نهادونو جوازونه لغوه شول

 

د لوړو زده کړو وزارت رهبري شورا ناسته د دغه وزارت سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب په مشرۍ تر سره شوه، چې په پیل کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر، د رهبري شورا غړي. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۹ - ۱۴:۲۶
Background image

د کابل پوهنتون بېلابېلو پوهنځیو ممتاز محصلین د چین سفارت له لوري په یاد پوهنتون کې د جوړې شوې غونډې په ترڅ کې وستایل شول

 

دغه غونډه چې د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ او امارتي محصلانو چارو رئیسانو، په کابل کې د چين سفير او د کابل پوهنتون رهبري پلاوي په ګډون، په یاد پوهنتون کې جوړه شوې. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۸ - ۱۵:۲۲
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د انوارالعلوم اسلاميه مدرسې په فراغتغونډه کې ګډون او وینا وکړه

 

د لوړو زده کړو وزارت سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب د کابل انوارالعلوم اسلامیه مدرسې په فراغتغونډه کې فاضلانو، د مدرسې استادانو او د فارغو فاضلانو د کورنیو. . .

BACK TO NEWS