د کنفرانس په دویمه ورځ د کورنیو او بهرنیو متخصصینو لخوا ۶۲ څېړنیزې مقالې وړاندې شوې

naser_admin
Tue, Nov 26 2024 1:47 PM
Sxvnnjhffgh

 

د کابل پوهنتون «د افغانستان د ځانبسیاینې د زرغون انقلاب لومړی نړیوال کنفرانس » په دویمه ورځ د کورنیو او بهرنیو استادانو او متخصصینو لخوا ۶۲ څیړنیزې مقالې وړاندې شوې.

 

د دغه کنفرانس په دویمه ورځ، چې د افغانستان د کرنیزو علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون (اناسټو) کې جوړ شوی دی، د هېواد کرنې سکټور د ودې، معیاري کولو او عصري کولو لپاره، د تخمونو اصلاح او تولید، د ځمکو معیاري خړوبول، کرنیز اقتصاد، د نباتي ناروغیو په نښه کول او له منځه وړل او کرنیزو محصولاتو لپاره د مارکېټ پیدا کولو اړوند موضوعاتو څېړنیزې مقالې وړاندې شوې. 

 

د یادونې وړ ده چې په دغه کنفرانس کې د داخلي متخصصینو سربېره، د کاناډا، نایجریا، ټایلنډ، هند، پاکستان، قطر، بنګله دېش، ترکیې او ایران هېوادونو متخصصین، پالیسي جوړونکي او صنعت کاران هم راغلي او د خپلو هېوادونو تجربې د افغانستان له استادانو سره شریکوي. 

 

نېټه: سه شنبه

۱۴۴۶هـ.ق، د جمادي الاول ۲۴مه

۱۴۰۳هـ.ش، د قوس ۶مه

۲۰۲۴م، نومبر ۲۶مه

Latest news

Tue, Jul 15 2025 4:56 PM
Background image

Meeting of the Commission for private Universities and Higher Education Institutions Hold

During the meeting, the Acting Minister of Higher Education, Honorable Sheikh ul Hadith Mawlavi Nida Mohammad Nadeem, emphasized the importance of discipline in the country’s education. . .

Sun, Jul 13 2025 4:02 PM
Background image

The Acting Minister of Higher Education meets with the Ambassador of Japan

During the meeting, the Acting Minister of Higher Education, Sheikh ul Hadith Mawlavi Nida Mohammad Nadeem, expressed gratitude for Japan’s assistance and cooperation in various areas,. . .

BACK TO NEWS