لوړو زده کړو وزارت سرپرست وزیر د روسیې فدراسیون د تاتارستان په جمهوریت کې د پوهنې وزیرانو نړیوال فورم په څنده کې د روسیې او پاکستان هېوادنو د لوړو زده کړو وزیرانو سره په جلا جلا ناستو کې وکتل .
په دغه ناستو کې د لوړو زده کړو وزارت سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوی نداء محمد ندیم صاحب او د یادو هېوادونو وزیرانو د علمي او اکاډمیکو برنامو په پراختیا، تحصیلي بورسونو، مشترکو علمي سمینارونو، افغان نړیوال پوهنتون او کابل پولي تختیک پوهنتون سره د همکاریو، سکالرشپونونو او پر یو لړ نورو برخو خبرې وشې.
د یادونې وړ ده چې دغه کنفرانس د روان زېږدیز کال له 7 تر 10 جون نېټې پورې به دوام ولري، چې د افغانستان په ګډون د نړۍ د ٢٠ هېوادونو د ښوونې او روزنې برخې وزیران په کې ګډونوال کړی دی .