پخواني علمي کادر او لیکوال محمدعثمان تره کي او د ریاست الوزراء د سیاسي مرستیال د عامه اړیکو مسؤل حدیدالله ‌ذاکري د لوړو زده کړو سرپرست وزیر سره د یوې ناستې په ترڅ کې وکتل.

nasir_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۶/۱۳ - ۱۵:۲۳
Kfdhhvu

محمد عثمان تره کی، چې د ظاهرشاه د واکمنۍ پر مهال د افغانستان د علمي کادر غړی او لیکوال و تازه له بهر څخه افغانستان ته راغلی او د لوړو زده کړو وزارت سرپرست وزیر الحاج مولوي عبدالباقي حقاني سره یې د سرپرست وزیر په کاري دفتر کې وکتل.

په دغه ناسته کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر الحاج مولوي عبدالباقي حقاني نوموړي ته د لوړو زده کړو وزارت د تېر یو کال لاسته راوړنې او د لوړو زده کړو په برخه کې د پرمختګونو په اړه معلومات ورکړل او همداراز نوموړي د افغان نړیوال پوهنتون د ایجاد یادونه وکړه، چې ډېر ژر به پکې د دوکتورا او ماسټرۍ په کچه په نړیوالو معیارونو برابرې تدریسي چارې پیل شي.

محمد عثمان تره کي له سرپرست وزیر سره په علمي او اکاډمیکو برخو کې خپلې تجربې شریکې کړې او په علمي همکاریو کې د فرصتونو برابرولو په اړه یې لازمې مشورې ورکړې.

دغه راز د ښاغلي تره کي او د لوړو زده کړو سرپرست وزیر ترمنځ افغانستان کې د اړتیا وړ علمي کادرونو په ډېر والي، د لوړو زده کړو په برخه کې د وسایلو په برابرولو او په کور دننه د محصلینو د لاښه روزنې او تدریسي چاپیریال په جوړولو فکر او مشورې وشوې.

Latest announcements

جمعه ۱۴۰۳/۶/۲۳ - ۱۰:۳۴
Background image

مطبوعاتي بلنلیک! 

په پام کې ده چې د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د ۱۴۰۳ کال محصلینو فراغت په شانداره مراسمو سره ونمانځي.

نو له ټولو دولتي او خصوصي رسنیو څخه په ډېر درنښت هیله کېږي چې د یادو مراسمو د خبري . . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۱ - ۹:۴۰
Background image

میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې د لیلیې داحاطوي دیوال(ترمیم) پروژې اعلان!

 

میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسه غواړي په روان ۱۴۰۳ ه ش کال کي د لیلیې ودانۍ دیوال دبیارغونې پروژه په قرارداد ورکړي، ټول هغه داوطلبانو ته چي په شرایطو برابر وي بلنه ورکول . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۳/۷/۶ - ۸:۴۷
Background image

د پکتیکا پوهنتون له بېلابېلو پوهنځیوڅخه ۳۹۹ تنه محصلین فارغ اوټولنې ته دخدمت په موخه وړاندې شول.

 

په دې مناسبت جوړ شويو مراسمو کې د کورنيو چارو وزارت معین، د پکتیکا ولایت والي، امنيه قومندان، دولایتي ادارو مسؤلینو او استازو، علماء کرامو، د یاد پوهنتون رهبري، استادانو او د فارغ. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۷/۱ - ۱:۲۰
Background image

د هرات پوهنتون کدري روغتون د ۲۸ میلیونه افغانیو په ارزښت د لوړو زده کړو وزارت د مالي او اداري معین په حضور کې د بیارغونې او تجهیز نه وروسته پرانیستل شو.

هغه مراسمو کې چې په همدې موخه د هرات والي، د هرات پوهنتون د مشرتابه پلاوي، د امارتي د ادارو رئیسانو، د تحصیلي بنسټونو رئیسانو او سیمه ییزو مخورو په ګډون جوړ شوي وو، د لوړو زده کړو وزارت. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۶ - ۱۱:۵۳
Background image

په بلخ پوهنتون کې د شمال زون یو شمېر امارتي پوهنتونونو د ۴۰ کادري بستونو لپاره د بهرنۍ ژبې ازموینه واخیستل.


په بلخ پوهنتون کې د کندز، بلخ، جوزجان او فاریاب پوهنتونونو د ۲۴ څانګو ۴۰ کادري بستونو لپاره له ۲۰۹ تنو نوماندانو څخه د بهرنۍ ژبې ازموینه، د لوړو زده کړو وزارت د تقرر او علمي ترفیعاتو. . .

BACK TO NEWS