په بامیان پوهنتون کې د هېواد د اوبو مدیریت او کمال خان بند پرانیستنې په ویاړ علمي کنفرانس جوړ شو
کنفرانس د بامیانو پوهنتون مشر پوهنمل دوکتور عبدالعزیز محبي د اساسي چاپېریال او د هېواد په سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو بدلونونو کې د اوبو د رول په مقدماتي خبرو پیل کړ. دغه راز هغه د اوبو مدیریت په نړیواله کچه په اقتصادي پرمختګ، کرنه، برېښنا او سیاسي او ټولنیز ځواک پیاوړتیا کې مهم وباله.
همدارنګه هغه د هېواد د اوبو مدیریت کې د کمال خان بند د ارزښت تر څنګ وړاندیز وکړ، چې دولت باید اوبه د ځړوبیو په وسیله مدیریت کړي، څو له یوه اړخه په اوړي کې ویلې شوې واورې د سېلابونو لامل نه شي او له بله اړخه په لوړو څوکو کې په ځمکه کې جذب شي، چې هلته چینې راپیدا شي او کرنه د اوبو له کمښت سره مخ نه شي.
دغه راز د لوړ کندوز سیند حوزې مشر محمد امین ذکي د کمال خان بند، د هغه د جوړونې پړاونو، د برېښنا تولید او د خړوبولو ځمکې په اړه معلومات ورکړل.
د غونډې په دوام کې د بامیانو پوهنتون څلور استادانو په لاندې سرلیکونو د خپلو څېړنو پایلې واورولې:
۱ـ د کمال خان بند ستراتیژیک موقعیت او ارزښت ته کتنه
۲ـ په نیمروز ولایت کې د خلکو پر ژوند د کمال خان بند اقتصادي، سیاسي او کرنیزې اغېزې
۳ـ د اوبو مدرنه دولتداري؛ کمال خان بند ته په کتو د هېواد ابي منابعو مدیریت کې د هغې رول
۴ـ په هېواد کې د کمال خان بند سیمه ییز او جیوپولیتیکي ارزښت
دوکتور مالیستاني سیمییزه جیولوجیکي نقشه واضح کړه او ویې ویل، چې پخوا له پولو هاخوا د اوبو مسیر بدلولو او ذخیره کولو لپاره کانالونه کېندل شوي وو، چې دغه کار د اوبو وچېدو او طبیعي ایکو سیسټم د بدلون لامل شوی دی. دوکتور حسنیار د دې په واضح کولو سره چې څومره ځمکه تر کرنې لاندې ده او له کمال خان بند سره به څومره ځمکه تر کرنې لاندې شي وویل، چې دا به د نیمروز خلکو په دسترخوان کې بدلون راولي او په راتلونکي کې به هېواد ځواکمن کړي.
استاد جوادي د هېواد ابي منابعو مدیریت او کمال خان بند په اړه د اوبو مدرنې دولتدارۍ په اړه د خپلې ځېړنې دوولس بېلګې او مثبت تغیر په اړه یې خبرې وکړې. په پای کې استاد منان برهان د سیمې جیوپولیتیکي ارزښت ته اشاره وکړه او هغه نړیوال قوانین یې اړین وبلل، چې افغانستان پکې د لوړو اوبو او ګاونډیان یې د ټيټو اوبو لرونکي دي. دغه راز له ګاونډیو هېوادونو سره د همپالنې سیاست غوره کول، د سولییز او ارام ژوند لامل وباله.