په فاریاب پوهنتون کې د حجم ایمان تر سرلیک لاندې د شعري ټولګې مخکتنه وشوه
د فاریاب پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي فارغ التحصیلې ریحانه رحیمي د ادبې اثر د حجم ایمان شعري ټولګې د مخکنتې له پاره ادبي غونډه جوړه شوه.
په یاده غونډه کې، د فاریاب پوهنتون رییس فیروز ازبک کریمي د مسئلې په اړه خبرې وکړې او مېرمن رحیمي یې د یاد تحصیلي بڼسټ یوه تکړه او پیاوړې فارغ التحصیله وبلله. هغه له استاد محمد کاظم امیني څخه د پېغلې رحیمي د شعرونو د ټولګې د ترتیب او په ولسي جرګه کې د فاریاب د خلکو منتخب وکیل ښاغلي حشمت الله ارمان له خوا د دې ټولګې مالي ملاتړ او خپرولو له پاره د هغوی له هڅو مننه وکړه.