په ننګرهار پوهنتون کې "د اقلیم بدلون نړیوال کنفرانس" چې د داخلي او بهرنیو هېوادونو استادانو په ګډون سره پیل شوی و، پای ته ورسېد.

eshaq_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۱/۲۴ - ۵:۹
ergtsdsd

د یاد کنفرانس د پای په مراسمو کې، چې د ننګرهار ښېوې ولسوالۍ اړوند د ناکامورا پارک کې ترسره شول، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه د دغې نړیوالې موضوع په اړه کنفرانس کې د بهرنیو او کورنیو څېړونکو استادانو او ټولو برخوالو د پراخ ګډون او د ننګرهار ولایتي مسؤلینو څخه د همکاریو له امله مننه وکړه.
نوموړي وویل " د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت په تاریخ کې په لومړي ځل دغه ډول نړیوال کنفرانس ترسره شو، پکار ده چې په ملي او نړیواله کچه د داسې سترو موضوعاتو په اړه په جدیت او لیوالتیا سره تعامل وشي."

همدارنګه د بهرنیو هېوادونو څېړونکو او استادانو وویل چې افغانستان تېرو څلورو لسیزو کې له هره اړخه ځپل شوی هېواد دی او زموږ د موندنو او لیدنو په اساس باید له دې ولس سره مرستې وشي.
یادو استادانو دغه راز وویل چې افغانستان د اقلیم په خرابوالي کې هیڅ ډول برخه نه لري او برعکس یې زیانونه ګالي، د هغوی په وینا چې نوره نړۍ باید افغانانو سره په دا ډول بشري موضوعاتو کې سیاسي برخورد ونکړي.
د یادونې وړ ده، چې د دغه درې ورځني نړیوال کنفرانس په وروستۍ ورځ هم (۴۱) څېړنیز پوسټرونه ارایه شول او کنفرانس د تندیسونو، تصدیقونو او ستاینلیکونو په وېشلو سره پای ته ورسېد.

Latest announcements

سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱ - ۱۰:۴۹
Background image

د تبدیلیو بهیر پای ته رسېدو اړوند د لوړو زده کړو وزارت خبرتیا


د امارتي تحصیلي بنسټونو ټولو محصلینو ته خبر ورکول کېږي، چې د روان ۱۴۰۲هـ.ش کال په (جدي او دلو) میاشتو کې د تبدیلیو پیل شوي بهیر موده رسماً پای ته رسېدلې ده. 
نو له ټولو درنو محصلینو . . .

دوشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۳۰ - ۱۱:۱۰
Background image

د قرارداد ورکولو تصمیم نیونې خبرتیا ! 


په دې توګه د تدارکاتو قانون د (۴۳) مادې د (۲) فقرې له مخې ټولو ته خبر ورکول کیږي، چې د لوړو زده کړو وزارت په پام کې لري، چې د افغان نړيوال اسلامي پوهنتون لپاره د امنيتي کمرو او . . .

دوشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۲۳ - ۵:۴۶
Background image

د قرارداد ورکولو تصمیم نیونې عامه خبرتیا ! 


په دې توګه د تدارکاتو قانون د (۴۳) مادې د (۲) فقرې له مخې ټولو ته خبر ورکول کیږي، چې د لوړو زده کړو وزارت په پام کې لري، چې د د ۱۴۰۲هـ ش کال لپاره د ( هرات، کندز، بلخ او پکتیا ديني . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲ - ۱۰:۴۰
Background image

د لوړو زده کړو وزارت علمي معینیت شورا ناسته د دغه وزارت علمي معین په مشرۍ ترسره شوه.


د ناستې په پیل کې د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه د شورا غړو او اړوندو رئیسانو ته په اداري برخو کې د لا زیات کار کولو او همغږۍ په اړه لازمې سپارښتنې وکړې.
همدارن. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱ - ۱۰:۵۴
Background image

د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معینیت شورا ناسته د دغه وزارت مالي او اداري معین په مشرۍ ترسره شوه. 


په پیل کې د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین مولوي حافظ محمد حامد حسیب، څو ورځې وړاندې د دغه وزارت له لوري د مرکزي ادارو او امارتي تحصیلي بنسټونو د مالي او تدارکاتي چارو مسؤلینو. . .

دوشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۳۰ - ۴:۲۳
Background image

د لوړو زده کړو وزارت مرکز او ټولو امارتي تحصیلي بنسټونو مالي او تدارکاتي چارو مسؤلینو لپاره پنځه ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد. 


په یاد ورکشاپ کې د مرکزي ادارو او د امارتي تحصیلي بنسټونو رئیسانو، مرستیالانو، د مرکز او تحصیلي بنسټونو د مالي او تدارکاتي چارو کارکوونکو ته د استادانو او متخصصینو له لوري د عامه. . .

BACK TO NEWS