په چین هېواد کې د (International Design Education) تر سرلیک لاندې د ملګرو ملتونو د ټکنالوژۍ بانک د ماسټرۍ په کچه د تحصیلي بورسیې خبرتیا
Due
-
د ملګرو ملتونو د ټکنالوژۍ بانک د (International Design Education) تر سرلیک لاندې د چین هېواد په نینګبو ښار کې د ماسټرۍ په کچه د بورسیې د ورکړې خبر ورکړ او د شرایطو وړ نوماندانو د معرفې کولو غوښتنه یې کړې ده.
د یادولو ده چې د نوملیکنې وروستی فرصت د ۲۰۲۱ کال ړ اپرېل میاشتې ۳۰مه ده، تر ټاکل شوي وخت وروسته نه منل کېږي.
د بورسیې د شرایطو په اړه د لا زیاتو معلوماتو لپاره له خبرتیا سره ضمیمه لېنک ته ورشئ او په انلاین ډول نوملیکنه وکړئ.
په ورته وخت کې په ټینګار سره یادونه کېږي چې د یادې بورسیې د نوملیکنې پروسه په انلاین ډول ده، چې له مخې یې ټول طی مراحل پخپله د غوښتونکي په مټ ترسره کېږي، که چېرې ومنل شي نو منښتلیک د بورس ورکوونکي له خوا په سیده توګه د غوښتونکي برېښنالیک ته استول کېږي.
په دې موخه د بورسیې په شرایطو برابرو غوښتونکو څخه غوښتنه کېږي چې د https://www.un.org/technologybank/ ته ورشي او د نوملیکنې ټول مراحل د ټاکل شوي وخت سره سم بشپړ کړي، که چېرې وتوانېږي چې یاده بورسیه لاسته راوړي د نورو طی مراحل او اسنادو ترتیبولو لپاره د منښتپاڼې (Admission) وړاندې کولو لپاره د دغه وزارت د بورسیو د تنظیم او بهرنیو اړیکو ریاست - فوق لېسانس بورسیو د تنظیم آمریت (۵۰) شعبې ته ورشي.
د لا زیاتو معلوماتو لپاره لاندې لېنک کلېک کړئ.