کابل پوهنتون تدارکاتو خبرتیا!

eshaq_admin
errtr

Publish Date

Closing Date

فورم شمېره: P_ 01
د ۱۴۰۲ هـ ش کال لپاره د لوړو زده کړو وزارت کابل پوهنتون ریاست په دوه لاټونو په ګډون د ليليې دیوالونو رنګولو او په موکيت فرش پوښولو او د اوبو رسولو سيسټم جوړولو پروژې تهیه او تدارک پروژه په قرارداد ورکوي، په شرایطو برابرو ټولو داوطلبانو ته خبر ورکوي، چې پورته ذکر شوې د داوطلبۍ په پروسه کې، چې د (MOHE/KU/1402/12/W /NCB/L1..L2) تشخصيه شمېرې درلودونکی ده، ګډون وکړي. د شرطنامې سافټ او اړونده افر په فلش کې د کابل پوهنتون تدارکاتو امريت د تهیه او تدارکاتو عمومي مديریت څخه ترلاسه کړي. خپل افرونه د شرطنامې اصولو مطابق او د تدارکاتو طرزالعمل سره سم، په یوه سر بند پاکټ کې د اعلان د نشر له نېټې څخه تر ۲۱ تقويمي ورځو د سهار تر (  ۰۰: ۱۰) بجو پورې د کابل پوهنتونه تهیه او تدارکاتو امريت ته، چې د افغانستان، کابل، درېيمه ناحيه، کارته سخي، جمال مېنه د علي آباد روغتون ته مخامخ موقعیت لري، سپارلی شي. ناوخته او د انټرنیټ له لارې رارسېدونکې غوښتنې نه منل کېږي.
د افر خلاصولو غونډه د اعلان د خپرېدو له نېټې څخه ۲۱ ورځې وروسته د سهار په لسو بجو د کابل پوهنتون تهیه او تدارک امريت کې چې د وسایطو پخواني پارکينګ، د پوسته خانې دهليز ښې لوري ته پنځمه شمېره اطاق کې دايرېږي.
د ليليې دیوالونو رنګولو او په موکيت فرش پوښولو اول لاټ کې د افر تضمين اندازه (۵۲۹۷۶۳) پنځه سوه نهه ویشت زره اوه سوه درې شپېته افغانۍ ده.
د اوبو رسولو سيسټم جوړولو دويم لاټ کې د افر تضمين اندازه (۹۰۸۰۷۴) نهه سوه اتیا زره او څلور اویا زره افغانۍ دی. د افر تضمین د بانکي ګرنټۍ په بڼه د منلو وړ دی، چې د افر خلاصولو په ورځو کې يې داوطلب شرکتونه خپل تضمين باید له ځان سره ولري.

Latest announcements

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۵ - ۸:۱۷
Background image

خبرتیا!


د دیني مدارسو هغو علماء کرامو ته چې د دیني جامعاتو او تخصصاتو ریاست کې یې د عالمیې لېسانس متفرقه ازموینه ورکړې ده او نومونه یې په ذکر شویو لېستونو کې شامل دي، خبر ورکول کېږي، چې د‌ دوی . . .

Back to announcements

More tenders

شنبه ۱۴۰۴/۵/۴ - ۱۰:۳۰
Background image

د داوطلبۍ بلنې اعلان

د هلمند پوهنتون د ۱۴۰۴ مالي کال د دفتري اجناسو د تدارک پروژې اعلان

د هلمند پوهنتون ریاست خپل د دفتري اجناسو د تدارک پروژه  د لمړي ځل داوطلبی لپاره اعلانوي، ټول په شرايطو برابر شرکتونه، . . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۵:۵۵
Background image

اعلان دعوت به داوطلبی

وردګ د لوړو زده کړو مؤسسه ټولو هغه داوطلبانو ته چې په شرایطو برابر وي بلنه ورکوي، ترڅو د یاد تحصیلي بنسټ د ترمیم سرک های فرعی مؤسسه تحصیلات عالی وردګ  پروژې په پرانیستې داخلي داوطلبۍ کې . . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۵/۴ - ۶:۵۰
Background image

داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا !


عنوان: د بلخ امام ابویوسف رح ديني جامعې تخصصاتو ریاست ودانۍ دهليزونو او دفترونو د پردو لګولو او فرشولو تهیه او تدارک پروژه. 
د داوطلبۍ شمېره: MOHE/1403/NCB/W-05 
د لوړو زده کړو وزارت . . .

Back to tenders