۱۴۴۴/۲/۱ ۱۴۰۱/۶/۷ د لوړو زده کړو وزارت پلاوي په هرات کې د اشراق خصوصي لوړو زده کړو مؤسسې څارنه او ارزونه وکړه.
د لوړو زده کړو وزارت د څارنې او اروزنې او محصلانو چارو ریاستونو امریتونو ګډ پلاوي د اشراق خصوصي لوړو زده کړو مؤسسې د مختلفو برخو د لیدنو تر څنګ، د یاد تحصیلي بنسټ له مشرتابه، استادانو او کارکوونکو سره په ناسته کې د اسلامي او ملي ارزښتونو پر مراعات خبرې وکړې او د لوړو زده کړو وزارت د قوانینو، طرز العملونو او لوایحو پر عملي کولو یې ټینګار وکړ.
همدارنګه د اشراق لوړو زده کړو مؤسسې مسؤلانو د لوړو زده کړو وزارت پلاوي ته د ښه راغلاست تر څنګ، د وزارت د لارښوونو د عملي کولو ژمنه وکړه.