د کندز پوهنتون د علمي کادر بستونو خبرتیا !

nasir_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۲ - ۷:۱۳
10001210012

Closing Date


کندز پوهنتون لومړي ځل لپاره په لاندې څانګو کې د ۱۴۰۳هـ.ش کال لپاره د دوکتورا، ماسټرۍ او لېسانس په کچه علمي کادرونو ته اړتیا لري.

د اقتصاد پوهنځی؛
•     ملي اقتصاد ډیپارټمنټ (۲) بسته.

د حقوقو او سیاسي علومو  پوهنځی؛
•     اداره او دیپلوماسي ډيپارټمنټ (۲) بسته.
•     قضا او څارنوالي ډيپارټمنټ (۳) بسته.

د کرهنې پوهنځی؛
•     چاپیریال ساتنې ډيپارټمنټ (۱) بست.

د  ښوونې او روزنې پوهنځی؛
•     فزیک ډيپارټمنټ (۱) بست.

داوطلبان کولای شي، چې د ۱۰/۱/۱۴۰۳هـ.ش څخه تر ۳۰/۱/۱۴۰۳هـ.ش پورې یادو علمي کادر بستونو ته د نوم لیکنې په موخه خپلې غوښتنپاڼې (علمي کادر ته د شمولیت فورمه) ډکې کړي، په ملي ژبه د نمرو اصل ټرانسکرېپټ او د وزارت له ویبپاڼې څخه د همدې اعلان کاپي چې (د لوړو زده کړو وزارت نشراتو ریاست یا د یاد پوهنتون لخوا تایید وي) او د خپلې تذکرې له کاپي سره یوځای اړونده پوهنتون ته وسپاري.