د لوړو زده کړو وزارت د زده کړیالانو چارو د معینیت شورا ناسته، د دغه معینیت د سرپرست انجنیر سید محمد اسماعیل روحاني په مشرۍ ترسره شوه.

Akmal_admin
پنجشنبه ۱۴۰۰/۷/۲۹ - ۸:۵۳
د لوړو زده کړو وزارت د زده کړیالانو چارو د معینیت شورا ناسته، د دغه معینیت د سرپرست انجنیر سید محمد اسماعیل روحاني په مشرۍ ترسره شوه.

۱۴۰۰کال، د تلې ۲۹مه، لوړو زده کړو وزارت

د لوړو زده کړو وزارت د زده کړیالانو چارو د معینیت شورا ناسته، د دغه معینیت د سرپرست انجنیر سید محمد اسماعیل روحاني په مشرۍ ترسره شوه.

په پیل کې د لوړو زده کړو د زده کړیالانو چارو د معینیت سرپرست، د هغو زده کړیالانو  او فارغانو د ستونزو او تخطیو په اړه چې اسناد یې د شمولیت اساس نه لري، د تحصیلي اسنادو د طی مراحل کولو، د هغو تحصیلي څانګو په اړه چې د فعالیت جواز نه لري او همدارنګه د خصوصي تحصیلي بنسټونو د جذب د ظرفیت په اړه خبرې وکړې، چې قانوني ستونزه نه لري.

د ناستې غړو په مطرح شوو مواردو له هر اړخیزو بحثونو وروسته؛ پرېکړه وکړه چې د هغو خصوصي تحصیلي بنسټونو زده کړیالان چې په لوړو زده کړو وزارت کې د شمولیت اساس نه لري، د اسنادو طی مراحل کول یې تر لازمې پرېکړې وځنډول او ویې ویل چې تر وروستۍ پرېکړې یې دې لوړو زده کړو وزارت ته د راتګ مخنیوی وشي. همدارنګه د خصوصي لوړو زده بنسټونه هغه یو شمېر څانګې چې له لوړو زده کړو وزارت څخه د فعالیت قانوني جواز نه لري، نه شي کولی چې د کانکور له لارې د ۱۴۰۰کال د خزاني سمستر لپاره محصلان ومني. 

 همدارنګه په دغه ناسته کې له هغو خصوصي تحصیلي بنسټونو، چې قانوني ستونزه نه لري، وغوښتل شول، چې د محصلانو جذب دې له مقرراتو سره سم کړي او کله چې د اسنادو طی مراحل په رسمي ډول پیل شول، اسناد یې دې په قانوني ډول طی مراحل شي.

دغه راز له اجنډا سره سم د بېلا بېلو مواردو په اړه بحث او لازمې پرېکړې وشوې.

Latest announcements

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۵ - ۸:۱۷
Background image

خبرتیا!


د دیني مدارسو هغو علماء کرامو ته چې د دیني جامعاتو او تخصصاتو ریاست کې یې د عالمیې لېسانس متفرقه ازموینه ورکړې ده او نومونه یې په ذکر شویو لېستونو کې شامل دي، خبر ورکول کېږي، چې د‌ دوی . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱ - ۱۴:۱۱
Background image

د لوړو زده‌ کړو وزیر د هرات پوهنتون په یوه ستره غونډه کې استادانو، محصلینو او کارکوونکو ته وینا وکړه

 

په یاده غونډه کې د هرات ولایت علماوو شورا رئیس، د امر بالمعروف او نهي عن المنکر رئیس، د هرات پوهنتون رهبري، د هرات ولایت د خصوصي پوهنتونونو رهبري پلاوی، استادانو او ګڼ شمېر محصلین. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۰ - ۱۲:۳۹
Background image

د لوړو زده کړو وزارت په رهبرۍ د هرات جامي خصوصي پوهنتون له لوري «په لوړو زده کړو کې د تضمین کیفیت د نظام ارزونې او پیاوړتیا نړۍ وال کنفرانس» دائر شو

 

د یاد کنفرانس په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزیر، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، د هرات والي، د لوړو زده کړو وزارت مرکزي ادارو یو شمېر رئیسانو، د امارتي او خصوصي پوهنتونونو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۰ - ۴:۲
Background image

فراه پوهنتون کې د شاوخوا ۱۰ میلیونه افغانیو په لګښت د ویالو کېندلو او جوړولو چارې پیل شوې

فراه پوهنتون کې د ۷۰۰ مترو په اندازه دوه طرفه ویالې، چې ۸۰ سانتي متره عرض او یو متر لوړوالی لري، د جوړېدو چارې پیل شوې.
د دې ویالو په جوړېدو شاوخوا ۹ میلیونه ۹۸۳ زره افغانۍ لګښت راځي،. . .

BACK TO NEWS