د لوړو زده کړو وزارت پلاوي د پکتیا پوهنتون څارنه او ارزونه وکړه.
د لوړو زده کړو وزارت د څارنې او ارزونې ریاست د خصوصي لېسانس برخې امر قاضي عبدالباري غفاري په مشرۍ د دغه وزارت پلاوي د یاد پوهنتون له مشرتابه، استادانو او کارکوونکو سره په ناسته کې د هغوی ستونزې او وړاندیزونه واورېدل او د یاد تحصیلي بنسټ د ستونزو د حل په برخه کې یې لازمې سپارښتنې ورته وکړې.
د لوړو زده کړو وزارت پلاوي د پکتیا پوهنتون له مسؤلانو وغوښتل چې په دغه ولایت کې د ځوانانو لپاره تحصیلي پروګرامونه جوړ کړي او په دې برخه کې د ځوانانو د تشویق لپاره هڅه وکړي.