هرات ولایت ته د لوړو زده کړو وزارت ورغلي پلاوي د دغه ولایت د دولتي او خصوصي تحصیلي مؤسسو څارنه او ارزونه وکړه.
دغه پلاوی چې مشري يې د خصوصي محصلانو چارو ریاست د څارنې او ارزونې امر مفتي نذير احمد احمدي کوي، د هرات پوهنتون له بېلابېلو څانګو څخه لېدنه ترسره کړه او د دغه پوهنتون علمي او اداري فعاليتونه يې و ارزول او ددې تحصیلي بنسټ د علمي چارو د ښه والي په موخه یې لازمې لارښوونې وکړې.
د لوړو زده کړو وزارت د څارنې او ارزونې پلاوي، همدارنګه په هرات کې له اتو خصوصي تحصيلي بنسټونو څخه ليدنه وکړه او د يادو بنسټونو علمي او اداري فعاليتونه يې وڅارل.
مفتي نذير احمد احمدي د هرات ولايت د بېلابېلو تحصيلي بنسټونو له مسؤلينو سره په جلا جلا کتنو کې، د لوړو زده کړو وزارت د پروګرامونو په عملي کولو ټينګار وکړ.