کابل پوهنتون تدارکاتو خبرتیا!

Publish Date
Closing Date
فورم شمېره: P_ 01
د ۱۴۰۲ هـ ش کال لپاره د لوړو زده کړو وزارت کابل پوهنتون ریاست په دوه لاټونو په ګډون د ليليې دیوالونو رنګولو او په موکيت فرش پوښولو او د اوبو رسولو سيسټم جوړولو پروژې تهیه او تدارک پروژه په قرارداد ورکوي، په شرایطو برابرو ټولو داوطلبانو ته خبر ورکوي، چې پورته ذکر شوې د داوطلبۍ په پروسه کې، چې د (MOHE/KU/1402/12/W /NCB/L1..L2) تشخصيه شمېرې درلودونکی ده، ګډون وکړي. د شرطنامې سافټ او اړونده افر په فلش کې د کابل پوهنتون تدارکاتو امريت د تهیه او تدارکاتو عمومي مديریت څخه ترلاسه کړي. خپل افرونه د شرطنامې اصولو مطابق او د تدارکاتو طرزالعمل سره سم، په یوه سر بند پاکټ کې د اعلان د نشر له نېټې څخه تر ۲۱ تقويمي ورځو د سهار تر ( ۰۰: ۱۰) بجو پورې د کابل پوهنتونه تهیه او تدارکاتو امريت ته، چې د افغانستان، کابل، درېيمه ناحيه، کارته سخي، جمال مېنه د علي آباد روغتون ته مخامخ موقعیت لري، سپارلی شي. ناوخته او د انټرنیټ له لارې رارسېدونکې غوښتنې نه منل کېږي.
د افر خلاصولو غونډه د اعلان د خپرېدو له نېټې څخه ۲۱ ورځې وروسته د سهار په لسو بجو د کابل پوهنتون تهیه او تدارک امريت کې چې د وسایطو پخواني پارکينګ، د پوسته خانې دهليز ښې لوري ته پنځمه شمېره اطاق کې دايرېږي.
د ليليې دیوالونو رنګولو او په موکيت فرش پوښولو اول لاټ کې د افر تضمين اندازه (۵۲۹۷۶۳) پنځه سوه نهه ویشت زره اوه سوه درې شپېته افغانۍ ده.
د اوبو رسولو سيسټم جوړولو دويم لاټ کې د افر تضمين اندازه (۹۰۸۰۷۴) نهه سوه اتیا زره او څلور اویا زره افغانۍ دی. د افر تضمین د بانکي ګرنټۍ په بڼه د منلو وړ دی، چې د افر خلاصولو په ورځو کې يې داوطلب شرکتونه خپل تضمين باید له ځان سره ولري.