د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون علمي کادري بستونو خبرتیا !

eshaq_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۷/۲ - ۷:۴۸
thyfdgrs

Closing Date

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د دويم، درېیم او څلورم ځل لپاره لاندې څانګو کې د ۱۴۴۵ هـ.ق کال لپاره د دوکتورا، ماسټرۍ او لېسانس په کچه علمي کادرونو ته اړتیا لري:

د طبیعي علومو پوهنځی :
 کیمیا ډيپارټمنټ (۱) بست، څلورم ځل (دوکتورا، ماسټر او لېسانس).
 چاپیریال ساتنې ډيپارټمنټ (۱) بست، څلورم ځل (دوکتور، ماستر او لېسانس).

د ورزشي علومو او بدني روزنې پوهنځی :
  ورزشي مدیریت ډيپارټمنټ (۱) بست، دویم ځل (دوکتور او ماسټر).

د اختصاصي تعلیماتو پوهنځی :
ذهني وروسته پاتو ښوونې او روزنې او روان پوهنې ډيپارټمنټ(۱) بست، څلورم ځل(دوکتور، ماستر او لېسانس).
ړندو ښوونې او روزنې او روان پوهنې ډيپارټمنټ (۱) بست، دویم ځل (دوکتورا او ماستر).

د مسلکي او تربیتي علومو پوهنځی :
ښوونيز مدیریت ډيپارټمنټ (۱) بست، درېیم ځل (دوکتور، ماستراو لېسانس).

د کمپیوټرساینس پوهنځی :
 معلوماتي ټکنالوژۍ ډيپارټمنټ (۱) بست، دویم ځل (دوکتور او ماستر).
 معلوماتي سیسټمونو ډيپارټمنټ (۱) بست، درېیم ځل (دوکتور، ماستر او لېسانس).

داوطلبان کولای شي، چې ۳/۷/۱۴۰۲ هـ.ق څخه تر۱۲/۷/۱۴۰۲هـ.ق پورې یادو علمي کادري بستونو ته د نوم لیکنې په موخه خپلې غوښتنپاڼې ډکې، د نمرو اصل ټرانسکرېپټ او د همدې اعلان کاپي دي د وزارت له وېبپاڼې څخه ترلاسه او د خپلې تذکرې له کاپي سره یوځای اړونده پوهنتون ته وسپاري.

Latest announcements

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۲۹ - ۶:۴۷
Background image

په افغان نړیوال اسلامي پوهنتون کې "په اکاډمیکو بنسټونو کې د څېړنې پیاوړتیا ملي کنفرانس" پیل شو.


په دغه کنفرانس کې به د شاوخوا 40 داخلي او بهرنیو استادانو او څېړونکو له لوري څېړنیزې مقالې په دوو ورځو کې وړاندې شي.

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۲۹ - ۵:۲۵
Background image

د خزاني سمستر د ازموینو د پیل خبرتیا

د هوا د یخنۍ شدت له کبله، د هېواد سړو سیمو ولایتونو امارتي تحصیلي نهادونو د روان سمسټر ازموینې، د پنځلسو درسي اونیو له تکمیل وروسته د قوس په ۱۵مه نېټه پیلیږي. 

دغه ازموینې به څلور اونۍ . . .

Back to announcements