داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا! 

ameen_admin
ajsdhkjaskjd

Publish Date

Closing Date


عنوان: ۱۴۰۲هـ ش کال لپاره د ( هرات، کندز، بلخ او پکتيا) ديني جامعاتو د (۳۷) قلمه تنظیفاتي موادو د تهیه او تدارک پروژه.

داوطلبۍ ته د بلنې شمېره: MOHE/1402/NCB/G-63
د لوړو زده کړو وزارت په شرایطو برابرو ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د ۱۴۰۲هـ ش کال لپاره د ( هرات، کندز، بلخ او پکتيا) ديني جامعاتو د اړتیا وړ (۳۷) قلمه تنظیفاتي موادو د تهیه او تدارک پروژې داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي، او د پروژې شرطنامه د لوړو زده کړو وزارت د تدارکاتو ریاست څخه ترلاسه کړي. خپل افرونه د شرطنامې اصولو مطابق او د تدارکاتو طرزالعمل سره سم، په یوه سر بند پاکټ کې د اعلان د نشر له نېټې څخه د {۱۸جدی ۱۴۰۲} نېټې د دو شنبې ورځې تر (۰۰:۱۰) بجو پورې د لوړو زده کړو وزارت د تدارکاتو ریاست ته، چې د افغانستان، کابل، درېيمه ناحيه په څلورمه کارته کې موقعیت لري، سپارلی شي. ناوخته او د انټرنیټ له لارې رارسېدونکې غوښتنې نه منل کېږي.
د افر تضمین د بانکي ګرنټۍ او یا نغدو پيسو ۵۰۰۰۰ ( پنځوس زره) افغانیو په اندازه وړاندې کېږي.
یادونه: د افر خلاصولو غوڼده به د {۱۸ جدی  ۱۴۰۲} نېټې دوشنبې ورځ سهار په لس بجو د لوړو زده کړو وزارت د تدارکاتو ریاست د افر خلاصولو په صالون کې، چې د کابل درېيمه ناحيه، څلورمه کارته کې موقعيت لري، دايرېږي.   
د اړيکو شمېره: 0202514078
برېښناليک پته: sardaraghasamadi76@gmial.com
یادونه: له افر خلاصولو مخکې غوڼده به د ۱۴۰۲ هـ ش کال د جدي میاشتي په (۹) نېټه شنبې ورځ سهار لس بجې د لوړو زده کړو وزرات تدارکاتو ریاست د خدماتو او اجناسو د تدراکاتو آمریت کې دايرېږي.

More tenders

شنبه ۱۴۰۴/۵/۴ - ۱۰:۳۰
Background image

د داوطلبۍ بلنې اعلان

د هلمند پوهنتون د ۱۴۰۴ مالي کال د دفتري اجناسو د تدارک پروژې اعلان

د هلمند پوهنتون ریاست خپل د دفتري اجناسو د تدارک پروژه  د لمړي ځل داوطلبی لپاره اعلانوي، ټول په شرايطو برابر شرکتونه، . . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۵:۵۵
Background image

اعلان دعوت به داوطلبی

وردګ د لوړو زده کړو مؤسسه ټولو هغه داوطلبانو ته چې په شرایطو برابر وي بلنه ورکوي، ترڅو د یاد تحصیلي بنسټ د ترمیم سرک های فرعی مؤسسه تحصیلات عالی وردګ  پروژې په پرانیستې داخلي داوطلبۍ کې . . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۵/۴ - ۶:۵۰
Background image

داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا !


عنوان: د بلخ امام ابویوسف رح ديني جامعې تخصصاتو ریاست ودانۍ دهليزونو او دفترونو د پردو لګولو او فرشولو تهیه او تدارک پروژه. 
د داوطلبۍ شمېره: MOHE/1403/NCB/W-05 
د لوړو زده کړو وزارت . . .

Back to tenders