د  کابل پوهنتون د علمي کادر بستونو خبرتیا !

ameen_admin
اثنين, مارس 25 2024 9:05 صباحا
kjdskjjkdsk

Closing Date


کابل پوهنتون د دویم ځل لپاره په لاندې څانګو کې د ۱۴۰۳هـ.ش کال لپاره د دوکتورا، ماسټرۍ او لېسانس په کچه علمي کادرونو ته اړتیا لري.

د کمپیوټرساینس پوهنځی؛
•    کمپیوټرساینس ډیپارټمنټ (۱) بست. دکتور او ماسټر لپاره.

د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځی؛
•    عمومي حقوقو ډیپارټمنټ (۲) بسته. دکتور، ماسټر او لېسانس لپاره.
•    خصوصي حقوقو ډیپارټمنټ (۱) بسته. دکتور، ماسټر او لېسانس لپاره.

داوطلبان کولای شي، چې د ۶/۱/۱۴۰۳هـ.ش څخه تر ۱۷/۱/۱۴۰۳هـ.ش پورې یادو علمي کادر بستونو ته د نوم لیکنې په موخه خپلې غوښتنپاڼې (علمي کادر ته د شمولیت فورمه) ډکې کړي، په ملي ژبه د نمرو اصل ټرانسکرېپټ او د وزارت له ویبپاڼې څخه د همدې اعلان کاپي چې (د لوړو زده کړو وزارت نشراتو ریاست یا د یاد پوهنتون لخوا تایید وي) او د خپلې تذکرې له کاپي سره یوځای اړونده پوهنتون ته وسپاري.