د هرات پوهنتون د علمي کادر بست خبرتیا !

nasir_admin
أحد, مارس 31 2024 7:45 صباحا
1250120125

Closing Date


هرات پوهنتون د دویم ځل لپاره په لاندې څانګه کې د ۱۴۰۳هـ.ش کال لپاره د دوکتورا او ماسټرۍ په کچه علمي کادر ته اړتیا لري.

د  ښوونې او روزنې پوهنځی؛
•     جغرافیه ډیپارټمنټ (۱) بست.

داوطلبان کولای شي، چې د ۱۰/۱/۱۴۰۳هـ.ش څخه تر ۲۵/۱/۱۴۰۳هـ.ش پورې یاد علمي کادر بست ته د نوم لیکنې په موخه خپلې غوښتنپاڼې (علمي کادر ته د شمولیت فورمه) ډکې کړي، په ملي ژبه د نمرو اصل ټرانسکرېپټ او د وزارت له ویبپاڼې څخه د همدې اعلان کاپي چې (د لوړو زده کړو وزارت نشراتو ریاست یا د یاد پوهنتون لخوا تایید وي) او د خپلې تذکرې له کاپي سره یوځای اړونده پوهنتون ته وسپاري.