د شيخ زايد پوهنتون طب پوهنځی دوه ويشتمې دورې څخه ۷۵ تنه محصلان فارغ شول.
په همدې مناسبت غونډه، چې د ياد پوهنتون د امام ابو حنیفه رحمة الله په تالار کې جوړه شوې وه، د شیخ زايد پوهنتون رئيس شيخ الحدیث مسلمين راشد، د پوهنتون مرستيالانو، استادانو، محصلانو او د فارغیدونکو محصلانو خپلوانو ګډون کړی و.
د شيخ زايد پوهنتون رئيس شيخ الحدیث مسلمين راشد غونډي ته د وينا پرمهال محصلانو او د هغوی والدینو ته د فراغت مبارکي وويل، همدا ډول د نبوي غوره صفاتو د بيان تر څنګ یې د اسلام له نظره د طب ځینې نظریې بيان کړې، د روحي او جسمي ناروغیو د تفکیک او د هغوی د علاج په اړه یې خبرې وکړې او زياته یې کړه چې تر ټولو غوره ډاکټر هغه دی، چې روحي او ذهني تله یې برابره وي او د طبابت تر څنګ د قوي ایمان په ګاڼه هم سمبال وي.
غونډه د تصدیق پاڼو په ورکولو او د دعا په ویلو سره پای ته